د قزاقستان ولسمشر؛ د تور غونډۍ-سپین بولدک پټلۍ د صادراتي بازارونو پراختیا تضمینوي
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایېف د ترکمنستان د خلق مشورتي جرګې له مشر قربانقلي برديمحمدوف سره په یوه غیر رسمي لیدنه کې له افغانستان نه د تېرېدونکې«تور غونډۍ- هرات - کندهار - سپین بولدک» اورګاډي کرښې د جوړېدو پر پروژه ټینګار کړی.
د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چارشنبې په ورځ معلومات ورکړل، چې د جومارت توکایېف له نظره دا پروژه چې د ترکمنستان له پولې پیلېږي او د افغانستان له خاورې تېرېږي، کولی شي د سیمې اقتصادي همکارۍ ته نوې سا ورکړي.
نوموړي د دې پروژې د بري اهمیت په سیمهییزه کچه د ترانسپورتي لارو تنوع، د صادراتو بازارونو پراخولو او د ترانزیتي دهلېزونو د زیاتولو لپاره مهم بللی.
دغه څرګندونې د ترکستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په یوه لیدنه کې شوې، چې پر ګازو صنعت، ترانسپورت او لوژستیکي چارو سربېره د افغانستان له لارې د تګراتګ نوې لارې هم پکې وڅېړل شوې.
د قزاقستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو لوریو د خبرو یوه مهمه برخه د ګالکینیش د نفت او ګازو د ساحې پراختیا پروژه وه، چې قزاقستان به پکې له بهرنیو شریکانو سره برخه ولري.
سربېره پر دې، ولسمشر توکایېف ټینګار کړی چې د قزاقستان-ترکمنستان-ایران رېلپټلۍ او د ترکمنباشي-قرهبغاز-قزاقستان د سرحد سړک، چې دا مهال تر جوړېدو لاندې دی، به د شمال-جنوب ترانزیتي محور د پراختیا لپاره حیاتي اهمیت ولري.
په ناسته کې د تعلیم، طب او ډیجیټلکولو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې وشوې او قزاق لوري له ترکمنستان سره د عامه خدماتو په ډیجیتل کولو او د مسلکي کسانو د روزنې په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.