پاکستان د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پروني برید اندېښمن کړی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان بې له دې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر پرونی برید وغندي وویل: «موږ د هند تر اشغال لاندې د جمو او کشمیر په اننت ناګ سیمه کې د سېلانیانو وژل کېدو په اړه اندېښمن یو.»

نوموړي د یوې خبري غونډې پرمهال د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د وژل شویو کسانو خپلوانو سره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله کوو.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سې شنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په سېلانیانو ډزې وشوې، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
د هند پولیسو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید د سې شنبې په ورځ د همالیا په پهلګام سیمه کې په یوه څړځای کې شوی او په وژل شویو کې ۲۵ هنديان او یو نیپالی وګړی شامل دی.
دا د ۲۰۰۸ کال په ممبيي کې پر ولسي وګړو د ډزو له پېښې وروسته په هند کې پر ملکي وګړو تر ټولو بد برید بلل شوی او په کشمیر کې یې نسبي ارامي هم ګډوډه کړې ده.
له دغې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی سفر رالنډ کړ او د چهارشنبې په سهار یې نوي ډیلي ته ځان ورساوه.


د هند دفاع وزارت یوه چارواکي رویټرز ته وویل، مودي په هوايي ډګر کې د ملي امنیت سلاکار، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره غونډه وکړه.
د هغه په وینا، په دې اړه د امنیتي کابینې ځانګړې غونډه هم رابلل شوې.
دغه برید د مودي او د هغه د ګوند لپاره د جمو او کشمیر د نیمه خپلواکه حیثیت د لغوه کولو او د اوږدې مودې راهیسې د ستونزو سره مخ د مسلمانو وګړو په سیمو کې د سولې او پرمختګ راوستلو په برخه کې یو شاتګ ګڼل کېږي.
«د کشمیر مقاومت» وسله‌والې ډلې د خواله رسنیو له لارې په یوه پیغام کې د برید مسوولیت په غاړه واخیست.
د چهارشنبې په ورځ په یوه تازه بیان کې دغې ډلې وویل، چې په نښه شوي کسان عادي سېلانیان نه وو؛ بلکې دوی د هند امنیتي ادارو سره تړاو لاره.
دغې ډلې وویل، دا یوه عادي سیاحتي ډله نه وه؛ بلکې یوه پټه اداره وه، چې د څېړنې دنده ورسپارل شوې وه.
دغې ډلې زیاته کړه: «دغه برید باید نه یوازې د ډیلي لپاره؛ بلکې د هغو کسانو لپاره هم د وېښېدو زنګ وي، چې د ډیلي د پوښتنې وړ تګلارو ملاتړ کوي.»
دوو امنیتي سرچینو رویټرز ته وویل، چې له برید وروسته سمدلاسه په سلګونه امنیتي ځواکونه پهلګام سیمې ته ورسېدل او هلته په ځنګلونو کې پراخه چاڼیز عملیات هم پیل شول.
سرچینو زیاته کړه، شاوخوا ۱۰۰ کسان چې پخوا د اورپکو خواخوږي ګڼل کېده؛ د پولیسو مرکزونو ته وغوښتل شول او ترې پوښتنې ګروېږنې وشوې.