پخوانی امریکایي جنرال: د القاعده ډلې مشران په کابل کې دي او طالبان ترې ساتنه کوي

د امریکا پوځ پخوانی جنرال جان جیک کین وایي، چې طالبان په دې ښه پوهېږي، چې القاعده ډله چېرته ده او څنګه یې ساتنه کیږي. هغه وايي، د دغې ډلې مشران هم په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ژوند کوي او طالبان ترې ساتنه کوي.

په واشنګټن کې د هوډسن څېړنیز انسټیټوټ له لوري د افغانستان د حالاتو په اړه جوړ شوي بحث کې د امریکا پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال جنرال جیک کین د افغانستان له پولو خورېدونکې ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او دا یې «بې ساري او خورا جدي» وبلله.

جنرال کین وویل: «واک ته د طالبانو بیا راتګ د ترهګرو ډلو د بیا راڅرګندېدو او امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتلو نه یوازې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د بیا راژوندي کېدو لامل شوي، بلکې د امریکا متحد ایالتو ځواکونونه یې په نړیواله کچه د یوه کمزوري ځواک په توګه وپېژندل.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د پوځ قوماندانانو د بایډن د ادارې له هغې پریکړې سره چې په بشپړ ډول ووځي مخالفت درلود، دوی په دې باور و، چې دا ډول کړنه به د القاعدې او داعش ډلو د بیا راژوندي کیدو لپاره لاره هواره کړي.»

جنرال جان جیک کین په امریکا کې د یولسم سپټمبر له ترهګرو پېښو ورسته د القاعدې ډلې پر ضد جګړه کې د مجاهدینو رول ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې باید د طالبانو ضد ډلو څخه ملاتړ وشي، ترڅو د طالبانو د پرځېدو لامل شي.