د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: نږدې ۴۰۰ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، شاوخوا ۳۹۷ تنه افغان بندیان چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي وو؛ تېره ورځ (د غوایي لومړۍ نېټه) افغانستان ته ستانه کړل شول.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو یې په زندانونو کې تېره کړې.
که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرم په تور څه نه دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې تر ډېره افغانان په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي او تر څو ورځو ساتلو وروسته افغانستان ته اړول کېږي.
له بل پلوه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ شاوخوا ۷۵۲ کورنۍ له ایران او پاکستان نه راستنې شوې دي.
د دغه اژانس د خبر له مخې، له دغې ډلې شاوخوا ۴۳۸ کورنۍ یوازې له پاکستان نه راستنې شوې دي؛ خو د راستنو شویو کسانو ټولټال شمېره یې نه ده خپره کړې.

ورته مهال د پنجاب پولیس وایي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې یې له دغې صوبې تر ۱۱زره ډېر بې اسناده افغانان اېستلي دي.
هاخوا بیا د پاکستان ډیلي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې تېره ورځ له پاکستان نه شاوخوا ۳۹۵۶ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه ورځپاڼې له مخې؛ له پاکستان نه د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري، چې له ۲۰۲۳کال راهیسې تر دې دمه له پاکستانه د ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر ۹۸۳۴۴۲ ته رسېدلی دی.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» بیا وایي، چې له د ستنو شویو کسانو له ډلې تر نیمایي ډېر یې ماشومان دي.
له بل پلوه د افغانستان انټرنشنل د راپورونو له مخې، پاکستان هغه پاکستانۍ مېرمنې هم له دغه هېواده اېستلې، چې د هغو افغانانو سره یې ودونه کړي چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.