طالبان وايي له قزاقستان سره تېر کال د سوداګرۍ کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې

دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه لوړ والی راغلی. نوموړي ویلي، چې دغه کچه به له یومیلیارډ ډالرو څخه درې میلیارده ډالرو ته رسوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ، د غویي پر درېیمه، په کابل کې د افغان – قزاق په سوداګریزه غونډه کې، چې د قزاقستان د لومړي وزير مرستیال هم پکې برخه اخیستې وه، وویل، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه به په کال کې له یو میلیارډ څخه درې میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.

هغه زياته کړې: «ګډ سوداګریز کنفرانسونه، نندارتونونه او ځينې سوداګريزې طرحې تر لاس لاندې او تر سره شوې دي، موږ توافق کړی، چې د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته ورسوو.»

عزیزي وایي، دوی ژمن دي، چې افغانستان د سيمې د ټرانزيټ په مرکز بدل کړي.

د نوموړي په وینا، هڅه کوي د دواړو هېوادونو سوداګریزیو توکو ته د لاسرسي کچه لوړه شي.

دغه طالب چارواکي ژمنه کړې، چې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره به لویو قزاقستاني شرکتونو ته د پانګونې زمينه برابروي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګرین د دغه هېواد له لوري د درملو او لومړنیو روغتیایي توکو ترسره شوې ۳.۵ ټڼه مرسته نن د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مسولینو ته وسپارله.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک جومانګارین د دوشنبې په ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی.