پاکستان له چین سره د فضا په برخه کې همکاري پراخوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پاکستان غواړي له چین سره د فضا ټکنالوژۍ، سټلایټ اړیکواو انټرنټي خدماتو په برخو کې همکاري نوره هم زیاته کړي.

دا خبرې هغه د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د چین د فضایي ټکنالوژۍ کمپنۍ ګیلیکسي سپېس له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

یاد پلاوی د شرکت د رییس شو مېنګ په مشرۍ پاکستان ته تللی.

شهباز شریف چین یو «باور وړ دوست» او «ستراتېژيک شریک» بللی او ویلي یې دي چې پاکستان د فضا او مخابراتو په برخو کې پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوي.

د اکسپرېس ټرېبیون د رپوټ له مخې، چینایي پلاوي د پاکستان په فضایي صنعت کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړې او د پاکستان له فضایي ادارې سوپارکو او ځايي ټېلېکام شرکتونو سره یې د ګډو پروژو پر امکان خبرې وکړې.

دغه راز، دوی د پاکستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له چارواکو سره هم ناستې درلودې.

تېر کال، پاکستان له چین سره په ګډه خپل لومړی سپوږمکۍ سټلایټ فضا ته واستاوه، چې د اسلام‌اباد د فضا ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (IST)، سوپارکو او د چین د شانګهای جیاو تونګ پوهنتون په همکارۍ جوړ شوی و.

دغه۷ کیلو ګرامه سټلایټ د عکس اخیستو او ژورې فضا سره د اړیکو لپاره کامرې او سنسرونه لرل.