د هندي پولیسو سرچینه؛ په هندي کشمیر کې په یوه وسلهوال برید کې ۲۴ تنه سیلانیان ووژل شول
د هندي پولیسو یوه جګپوړي افسر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې نن سې شنبه په هندي کشمیر کې په یوه وسله وال برید کې ۲۴ تنه سیلانیان وژل شوي دي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید یو ناوړه عمل وباله او ژمنه یې وکړه، چې برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي.