د ای‌اېم‌اېف خبرداری؛ د سوداګریزو ترینګلتیاوو زیاتوالی به د نړۍوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي

د پیسو نړۍوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) وایي، چې د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده او ښایي دغه وده یوازې ۲.۶سلنه وي. ای‌اېم‌اېف خبرداری ورکړی، چې د سوداګریزو ترینګلتیاوو زیاتوالی به د نړۍوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي

د پیسو نړۍوال صندوق د سې شنبې په ورځ د امریکا، چین او ډېری هېوادونو د اقتصادي ودې وړاندوینې راکمې کړي او علت یې د امریکا له‌خوا لګول شوي تعرفې وبللې، چې اوس د تېرو سلو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي.

دا نوې ارزونه چې د ای‌اېم‌اېف له‌خوا د "نړۍوال اقتصادي لید" تر نوم لاندې خپره شوې، یوازې لس ورځې وروسته له هغه چمتو شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ټولو سوداګریزو شریکانو پر صادراتو عمومي تعرفې اعلان کړې او د ډېرو هېوادونو لپاره یې د لا لوړو تعرفو اعلان هم وکړ.

که څه هم دا لوړې تعرفې لا تر اوسه ځنډول شوې دي، خو د پاکستان پر صادراتو به شاوخوا ۲۹سلنه تعرفه وضع شي.

د اقتصاد پوهانو په وینا، دا کار کولای شي لنډمهاله ستونزې وزېږوي، خو په اوږدمهال کې د فرصتونو دروازې هم پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پیسو نړۍوال صندق د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې پخوانی اټکل چې ۳.۲سلنه و، د جنورۍ په میاشت کې تر دې مخکې ۳سلنې ته راکم کړی و.

اوس د پیسو نړۍوال صندق په خپلې نوې ارزونه کې د روان مالي کال وده ۲.۶سلنه او د راتلونکي کال لپاره یې ۳.۶سلنه اټکل کړی.

دغه راز، د روان مالي کال لپاره د بیو د لوړوالي کچه ۵.۱ سلنه او د راتلونکي کال لپاره ۷.۷ سلنه اټکل کړې ده.

سوداګریز ګواښونه او احتمالي اغېزې

د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټېټیوټ (PIDE) ویلي، چې د امریکایي تعرفو زیاتوالی د پاکستان پر صادراتو سختې منفي اغېز کولی شي او دا باید د صادراتي تنوع لپاره یو خبرداری وبلل شي.

یادې ادارې تېره اونۍ ویلي وو، چې د نړۍوالې سوداګرۍ پر افق یو طوفان را روان دی او دا تعرفې به د پاکستان د صادراتي سکتور لپاره یو ګواښ وي.

نړۍوال اقتصادي وضعیت

بل‌خوا، د پیسو نړۍوال صندق د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍوالې ودې وړاندوینه هم ۰.۵ سلنه راکمه کړې او ویلي یې دي، چې نړۍواله اقتصادي وده به ۲.۸سلنه وي.

راپور زیاتوي، چې د تعرفو اغېز ته په کتو تمه ده، چې د ۲۰۲۵کال لپاره د بیو لوړوالی۴.۳ سلنه او د ۲۰۲۶ لپاره ۳.۶ سلنه وي.

په دې برخه کې د امریکا او نورو پرمختللو هېوادونو لپاره د بیو د لوړېدو زیات احتمال هم شته.

د پیسو نړۍوال صندوق مشر اقتصادپوه پیېر اولیور ګورنچاس له خبریالانو سره خبرو کې ویلی: "موږ یوه نوي پړاو ته ننوتلي یوو، ځکه هغه نړۍوال اقتصادي نظام چې له تېرو ۸۰کلونو راهیسې روان و، اوس بیا تنظیمېږي." هغه ټینګار وکړ چې د سوداګریزو سیاستونو په اړه زیاتېدونکې بې‌باوري او ترینګلتیا به د نړۍوال اقتصاد پر فعالیت مستقیمه اغېزه وکړي.

نوموړي وویل: "دا بدلونونه جدي دي او د نړۍ ټولې سیمې پرې اغېزمنېږي. موږ امریکا، اروپا، چین او نورو سیمو کې د اقتصادي ودې ټیټه کچه وینو." هغه زیاته کړه، که د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګریز چارې لا زیاتې شي، نو دا به د بازارونو بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي."

د هغه په وینا، د اقتصادي ودې کمزوري احتمالاتو له امله د ډالر غوښتنه کمه شوې، خو د اسعارو بازار تر اوسه تنظیم شوی روان دی او "موږ د مالي نظام د ویجاړېدو نښې نه وینو."

سره له دې چې د پیسو نړۍوال صندوق د لنډې مودې لپاره د نړۍوال اقتصاد ځیني مثبتې نښې ښيي، خو منځنۍ مودې لپاره د پرمختګ تمې لا هم ټیټې دي.

د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د اقتصادي ودې اټکل ۳.۲سلنه دی، چې دا د ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۹ کاله د ۳.۷سلنه تاریخي منځنۍ ودې پرتله کمه ده.

راپور وايي، تر هغه چې بنسټیز اصلاحات ونه‌شي، د وضعیت ښه کېدو تمه نه‌شي کېدای.

د نړۍوالې سوداګرۍ د ودې لپاره اټکل هم ۱.۵سلنه کم شوی او اوس ۱.۷سلنه ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۴کال پرتله نیمایي وده ده.

اروپا، چین او نور هېوادونه

د پیسو نړۍوال صندوق وړاندوینه کړې، چې د ۲۰۲۵کال لپاره به د اروپا اقتصادي وده ۰.۸سلنه او د ۲۰۲۶کال لپاره ۱.۲سلنه وي، خو اسپانیا به استثنا وي، چې ۲.۵سلنه وده به ولري. د جرمني لپاره د ۲۰۲۵کال اقتصادي وده صفر او د ۲۰۲۶کال لپاره ۰.۹سلنه اټکل شوې. بریتانیا کې به دا کچه ۲۰۲۵کال کې ۱.۱سلنه وي، چې دا د پخوا پرتله ۰.۵سلنه کمه شوې.

د چین اقتصادي وده هم د ۲۰۲۵او ۲۰۲۶کلونو لپاره ۴سلنه ته راکمه شوې، چې د جنورۍ د وړاندوینو په پرتله یوه ټیټهوده ښيي.