لبنان کې د اسراییلي برید له امله د سني اسلامي ډلې قوماندان وژل شوی
د لبنان پلازمېنې بیروت سوېل ته نږدې د اسراییلي بېپیلوټه الوتکې برید د جماعة اسلامیه وسلهوالې ډلې یو مشر قوماندان وژلی. دې ډلې تایید کړې ده، چې عطاوي په برید کې وژل شوی.
د اسراییل پوځ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی حسین عطاوي وژلی، چې د جماعة اسلامیه یو مهم غړی و او له حماس ډلې سره یې اړیکې لرلې.
داسراییل ددفاع وزارت په وینا، عطاوي د لبنان له خاورې څخه د اسراییلي خاوری پر لور د «ترهګریزو» فعالیتونو په پلانولو او پرمختګ کې دخیل و او پر شمالي پوله یې اسراییلي سرتېري په نښه کول.
د جماعة اسلامیه اعلامیه وايي، عطاوي د دې ډلې د وسلهوالې څانګې فجر ځواک یو مهم قوماندان و، چې له کوره دفتر ته د تګ پرمهال په نښه شوی.
« فجر ځواک» د تېرو کلونو اوږدې جګړې پر مهال له جنوبي لبنان څخه پر اسراییل توغندي توغولي وو او د دې جګړې پر مهال اسراییلي هوایي بریدونو د یادې ډلې یو شمېر غړي وژلي دي.
له اوربند وروسته هم اسراییل په لبنان کې بریدونه جاري ساتلي، چې ډېری یې د حزبالله جنګیالیو یا د هغوی د وسلو پر زېرمو ترسره کېږي. همداراز اسراییلي پوځیان لا هم د جنوبي لبنان په پنځو غونډیو کې ځای پر ځای دي.
لبنان، حزبالله او جماعة اسلامیه دا بریدونه او د اسراییلي ځواکونو حضور د اوربند او د لبنان د حاکمیت پر ضد بولي.
اسراییل وایي چې دا جنګیالي او وسلې د دوی ولسي خلکو ته ګواښ دي.