ایران غواړي چې له طالبانو سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي

اېراني رسنۍ اېراف راپور ورکړی، چې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي له افغانستان نه د غوښو وارداتو ته لېوالتیا ښودلې. نوموړي په دې تړاو د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت له مرستیال صدراعظم عثماني سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

هغه دارنګه له افغان سوداګرو غوښتي، چې د روان زېږدیز کال د ایران اېکسپو په نندارتون کې ګډون وکړي.
ښاغلي بېکدلي ټینګار کړی، چې دغه اقدام کولای شي د دوو هېوادونو اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
هغه ویلي، ایران چمتو دی چې په افغانستان کې د اوبو لګولو په عصري سیسټمونو کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت معین صدراعظم عثماني د نوموړي له وړاندیزه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ایران ته د غوښې صادارتو په اړه یې ارزونې روانې دي.
خو د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت له‌خوا بیا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي علیرضا بېکدلي په حواله راغلي: «دمګړۍ د امریکا په څېر له لرو پرتو هیوادونو غوښه واردوو؛ خو موږ غوره ګڼو، چې دغه محصولات له خپل ګاوندي هېواد افغانستان نه وپېرو.»
خو د اېراف په راپور کې بیا په دې تړاو څه نه و راغلي.
تر دې وړاندې د خوراک او کرنې سازمان ویلي و، چې افغانستان د چرګانو په ګډون شاوخوا ۴۳ مېلیونه څاروي لري او هر کال ۶.۷ میلیارده ډالر عاید ترې ترلاسه کوي.
دغې ادارې زیاته کړې وه؛ چې جګړې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو د مالدارۍ فعالیتونه کم کړي دي.