نظرپوښتنه: ۴۲ سلنه امریکایانو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړې، پاتې نور ترې ناراضه دي

د رویټرز او ایپسوس یوه ګډه نظرپوښتنې ښیي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ډېری امریکایان ناراضه شوي او نوموړي خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی. د دې نظرپوښتنې له مخې، ۴۲ سلنه امریکایان د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړي، پاتې نور ترې ناراضه دي

دا دوه بنسټونه وايي، چې ټرمپ اوس د امریکایانو په منځ کې خپل پخوانی محبوبیت نه‌لري او دا مهال د هغه پر وړاندې د خلکو رضایت ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

همداراز، ډېرو امریکايانو د ټرمپ د هڅو په تړاو چې غواړي د خپلې ولسمشرۍ واکونه او اختیارات ډېر کړي، اندېښنه ښودلې ده.

د رویټرز او ایپسوس د ګډې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۷۴سلنه امریکایان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېیمې دورې لپاره د ډونالډټرمپ د ټاکل کېدو مخالف دي.

په دې شپږ ورځنۍ نظرپوښتنه کې شاوخوا ۴۲ سلنه ګډون‌والو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړې دي، چې دا شمېر د درې اوونیو مخکې له ۴۳ سلنې او د لوړې مراسمو وروسته له ۴۷ سلنې څخه کم شوی دی.

د ولسمشر ټرمپ محبوبیت د اجرایي واک پراخولو، اقتصادي پالیسۍ، کلتوري بنسټونو ته مداخلې او د درېیمې دورې احتمال له امله کم شوی دی.