طالبانو په بغلان کې د «نامشروع اړیکو» په تور ۲ کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو په بغلان ولایت کې د «نامشروع اړیکو» په تور د یوې ښځې په ګډون ۲ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د ابتداییه محکمې له خوا په شپږ-شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ - ۳۵ دُرو محکوم شوي و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کابو ۵۰ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې یې څلور تنه نور د قتل په تور اعدام کړي دي.
طالبان دغه سزاوې د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر عملي کوي.
څو ورځې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې د اعدامونو او نورو بدني سزاوو دوام غندلي و او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې وکړه.
خو د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف چاره بللې وه.
طالبان وايي، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅ بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په بې سارې ډول په عام محضر کې بدني سزاوې پیل کړي، چې تراوسه یې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په دُرو وهلي دي.