یوه افغان الاصله امریکايي ښځه د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د چارو مشره شوه
د پارکچسټر ټایمز د راپور له مخې، د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت د افغانستان د چارو مشره ټاکل شوې. هغې تر دې وړاندې د امریکا په ولسي جرګې او بهرنیو چارو وزارت کې دندې ترسره کړې دي.
هغه پخوا د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو چارو کمیټې جګپوړې سلاکاره او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د څېړنو د څارنې مسووله وه.
ماري کبیر سراج د ویرجینیا له پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې دوکتورا او په لاس انجلس کې د کلیفورنیا پوهنتون څخه په کارپوهنه کې د لسانس سندونه لري.
نوموړې همدا راز په فارسي او جرمني ژبو روانې خبرې کوي.
اغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې ورته مهال د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
په دې موقف کې هغه د دې سیمې په اړوندو چارو کې د اصلي کمیټې د سلاکارې او د فرعي کمیټې مشره وه.
د امریکا په ولسي جرګه کې له دندې مخکې، هغه د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مشاور په دفتر کې د حقوقي مشاورې په توګه کار کړی او همدارنګه یې د قاضي کینیټ ای اردن د قضایي مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې.
ماری کبیر سیراج په نیویارک کې د «ګیبسن، ډان او کراچر» او «ویل، ګوتشال او مینګز» حقوقي شرکتونو کې هم د حقوقي وکیلې په توګه کار کړی دی.
ویل کېږي چې د ماري بیشوپینګ مور او پلار هغه مهال افغانستان پریښود کله چې شوروي ټلوالې پر دغه هېواد یرغل وکړ.
د رسمي ژوندلیک له مخې یې، هغه د پاچا امان الله خان او مېرمن ثریا طرزي د لور له اولادې څخه ده.
ماري بیشوپینګ په متحده ایالاتو کې زیږیدلی او افغانستان یې نه دی لیدلی.
تر دې وړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دفتر مشري رینا امیري کوله. خو د هغه له استعفا وروسته د ډونلډ ټرمپ ادارې په دې څوکۍ څوک نه دي ګمارلي.
دغه دفتر او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار دفتر له دغه هېواده د امریکا له وتلو وروسته د جوبایډن په اداره کې تاسیس شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې ته سپارلې ده.