روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې له روغتیايي خدمتونو د بې برخو کسانو شمېر ۲ برابره شوی
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر اېډون سینیزا سلواډور وايي، په دغه هېواد کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
هغه د الماني رسنۍ دویچه وېله سره په خبرو کې وویل:« اوس موږ د هغو درې مېلیونو وګړو په اړه خبرې کوو، چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی له لاسه ورکړی دی. د مارچ په میاشت کې د ۱.۹مېلیونو پرتله دغه شمېره لږ تر لږه دوه برابره شوې ده.»
د روغتیا نړۍوال سازمان څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و، چې د امریکا د مرستو بندېدو له امله به د روان کال تر پایه په سلو کې لس افغانان په بشپړه توګه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
په همدې حال کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان مشر کوبي رایټویلډ ویلي، که په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه ونه شي؛ نو د هغوی د مړینې ګواښ ډېر دی.
کوبي رایتویلډ زیاته کړه:« هېڅ ماشوم بايد د خوارځواکۍ له امله مړ نشي.»
له بل پلوه د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان په خپل تاریخ کې له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخ دی او دا هېواد د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې د بې ساري بېړني حالت شاهد دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې سږ کال به درې نیم مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.