د روسیې سفیر د طالبانو د انرژۍ وزیر ته د کازان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د ترهګرو سازمانونو له نوملړه د دې ډلې د نوم د اېستلو هرکلی وکړ او روسي پانګوالو ته یې بلنه ورکړه، چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې منصور د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پروژو په ځانګړي ډول له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، په تخار، بغلان، هرات او غزني ولایتونو کې د اوبو د بندونو په جوړولو او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.
نوموړي همداراز د روسیې له هغې پرېکړې مننه وکړه، چې د ممنوع الخروج ډلو له نوملړه یې د طالبانو نوم لرې کړ او ویې ویل، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د یادولو ده، چې د روسیې سترې محکمې په دې وروستیو کې د طالبانو نومونه د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړ.
طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی او اعلان یې کړی، چې دا اقدام به د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو لامل شي.
له بلې خوا په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر ته بلنه ورکړې، چې د روان کال په مې میاشت کې د کازان په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.
د طالبانو وزیر دا بلنه ومنله او اعلان یې وکړ، چې په دې غونډه کې به ګډون وکړي.