پوتین: له اوکراین سره مخامخ خبرو ته چمتو یم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایسټر (د مسیحانو مذهبي ورځې) په مناسب تر یو ورځني لنډمهالي اوربند وروسته د دغه هېواد له دولتي رسنیو سره په مرکه کې وايي، چې مسکو له کییف سره مخامخ خبرواترو ته چمتو دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، پوتین د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۱مه) په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې روسیه په سیمه کې تلپاتې سولې ته لېوالتیا لري او د واقعي مذاکراتو ملاتړ کوي.

د دې څرګندونو په غبرګون کې د اوکراین حکومت منلې، چې دوی د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره د لیدو لپاره لندن ته یو مذاکره‌کوونکی پلاوی لېږلی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې هېواد یې ډیپلوماتیکو هڅو ته ژمن دی، خو د امنیت تضمین او نړۍوال قانون ژمنتیا هم غواړي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍوالو هڅو په دوام، یوه اوکرایني پلاوي لندن ته سفر کړی ترڅو د متحده‌ایالاتو، برېټانیا او اروپايي هېوادونو له استازو سره په غونډو کې برخه واخلي.

رویټرز خبري اژانس د دې غونډې موخه د سیاسي حل لارو لټول، د تاوتریخوالي کمښت او د کییف او مسکور ترمنځ د سولې خبرواترو پیلېدل بللي دي.

امریکا متحده‌ایالاتو او اروپايي ټولنې له سیاسي خبرواترو ملاتړ ښودلی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د خبرو اترو لپاره لازمه فضا رامنځته کړي.

ټاکل شوې، چې د ځینو نړۍوالو بنسټونو استازي هم په دې خبرواترو کې ګډون وکړي.

په داسې حال کې چې خبرې‌اترې پلان شوي، خو د اوکراین په ځینو سیمو کې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ برخو کې د هوايي بریدونو خبرداری شوی دی، خو د لندن له غونډې سره سم د جګړې د دوام په تړاو کوم راپور نه دی خپور شوی.

د شته اختلافونو سربېره د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو پیل کولای شي، چې د شخړو د کمښت او یو ډیپلوماتیک حل‌لارې پر لور لومړنی ګام وي.