پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې یو مېلیون افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته لېږلي
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې ۹۷۹ زره او ۴۸۶ افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته استولي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغان کډوالو پروسه با وقاره ترسره شوې، خو افغان کډوالو د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
اسلاماباد دا کمپاین د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پیل کړ او له ټولو بهرنيانو چې قانوني اسناد نه لري، غوښتنه وکړه چې له دې هېواده ووځي.
دغه هېواد سږکال د دویم ځل لپاره د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر پیل کړ او دا ځل هغه افغانان باسي چې د افغان تابعیت کارټونه (ACC) لري.
دا کارټونه له ۲۰۱۷ کال راهيسې افغانانو ته د لنډمهاله قانوني مېشتېدنې په موخه ورکړل شوي وو.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، پاکستان له ۲.۸ مېليونه زياتو افغانانو ته پناه ورکړې، چې د خپل هېواد له اوږدمهاله جګړو او بېثباتۍ څخه د تښتېدلو په موخه له ډيورنډ کرښې اوښتي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱.۳ مېليونه افغانان په رسمي ډول د کډوالو په توګه ثبت شوي او د د (PoR) کارټونه لري، چې هغوی ته قانوني خونديتوب ورکوي.
په راپورونو کې دغه راز زیاته شوې، چې پاتې نور اته لکه کسان ACC کارټونه لري، چې یو جلا پېژندل شوی سند دی چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړل شوی.
د پاکستان دولتي راډیو په یوه راپور کې لیکلي: "له پاکستانه د ناقانونه افغان وګړو د وتلو شمېر ۹۷۹٬۴۸۶ ته رسېدلی دی. یوازې پرون یکشنبه، ۳،۳۸۷ ناقانونه افغان وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي."
د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ یوه څلرویشت ساعته مرکزي کنټرول خونه جوړه کړه، څو د افغان وګړو سره مرسته وکړي او د ستنېدو پر مهال د ځورونې شکایتونو ته ځواب ورکړي.
دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته سفر وکړ او له افغان طالبانو سره یې د افغان وګړو د ډلهييز بېرته ستنولو په تړاو خبرې وکړې.
یو شمېر طالب چارواکو تېره اوونۍ پاکستان ته د خپل سفر پر مهال وړاندیز وکړ، چې په لوړه کچه دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي، ترڅو د پاکستان، افغانستان او اړوندو نړۍوالو سازمانونو چارواکي پکې شامل وي، چې د "کډوالو اړوند مسایل په همغږۍ سره حل شي".
افغانستان له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو بېرته ستنول دې په سولهييز او همغږي بڼه ترسره شي، په داسې حال کې چې راپورونه وايي چې په پاکستان کې د ډلهييز بېرته ستنولو پروګرام پر مهال خلک نیول شوي او ځورول شوي.
اسلاماباد دا تورونه رد کړي او له کابل څخه يې غوښتي، چې د خپلو وګړو د بېرته ستنېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو پاليسي وروسته له هغه اعلان کړه، چې د افغانستان سره په ډيورنډ کرښه خېبرپښتونخوا کې د وسلهوالو بريدونو شمېر زيات شو.
اسلاماباد پخوا هم پر افغان وګړو د ترهګریزو بریدونو او نورو جرمونو تورونه لګولي.
د پاکستان حکومت وايي، وسلهوال په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو غړي (چې د تحريک طالبان پاکستان TTP په نوم پېژندل کېږي) په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له هغو افغانانو سره چې په پاکستان کې مېشت دي اړیکې لري، څو په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.
خو په کابل کې واکمنو طالب چارواکو بیا دا تورونه رد کړي دي.