د امریکا د ولسمشر مرستیال له خپلې مېرمنې سره هند ته تللی دی

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امريکا د ولسمشر مرستيال جې ډي وېنس له خپلې مېرمنې اوشا وېنس سره نن دوشنبه هند ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي، چې ښاغلی وينس به د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د هند له لومړي وزير نريندرا مودي سره خبرې اترې وکړي او همدا راز به په جیپور ښار کې په یوه واده کې ګډون وکړي.

د رویټرز په وینا، که څه هم وینس به هند ته د خپل سفر پر مهال له نریندرا مودي سره وویني؛ خو د هغه د سفر موخه تر ډېره شخصي ده.

ټاکل شوې ده، چې جې ډي وینس به د خپلې مېرمنې او ماشومانو سره تاج محل ته چې د مینې نښه ګڼل کېږي هم ولاړ شي.

دا هند ته د ټرمپ د ادارې د لوړپوړي چارواکي لومړی سفر دی.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې له هند څخه پر وارداتي توکو ۲۶سلنه تعرفه وضع کړه.

د امریکا د نورو لویو اقتصادي شریکانو برعکس؛ هند د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې هیڅ ډول تعرفه نه ده لګولې او د دغه هېواد چارواکي هڅه کوي، چې د ټرمپ له ادارې سره سوداګریزې هوکړې ته ورسېږي.

مودي د فبرورۍ په میاشت کې واشنګټن ته د خپل سفر په لړ کې له ولسمشر ټرمپ سره د سوداګرۍ تړون په اړه خبرې وکړې.

رویټرز په راپور کې راغلي، چې وینس به له مودي سره د لیدنې پرمهال د سوداګریز تړون په اړه هم خبرې وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال تېره اونۍ هند ته د وینس د سفر په اړه وویل:« موږ ډېر هیله‌من یو، چې دغه سفر به زموږ دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.»