د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سبا چین ته ځي

ایران وايي، چې له چین سره به د واشنګنټن او تهران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې‌اترې وکړي. د الجزیزې نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، ایران هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې او په نړۍوالو مذاکراتو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.

بل‌خوا ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سې‌شنبې ورځ بیجینګ ته ځي څو د تهران او واشنګټن د غېرمستقیمو مذاکراتو په تړاو له چینايي چارواکو سره سلا مشورې وکړي.

له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپلو اټومي مذاکراتو په تړاو د روسیې نظر هم را اخیستی و.

چین د یو لوی نړۍوال ځواک او له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د لاسلیک‌کوونکي په توګه د اټومي مذاکراتو په برخه کې د ایران د ملاتړ لپاره قوي رول لوبولی دی.

ایران هیله‌من دی، چې د نوي اټومي تړون د ترلاسه کولو او له چین سره د لا زیاتو سلا مشورو او همکارۍ له لارې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته کړي.

ورته مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت هم له ایران سره پر خپلو نږدې اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې بیجېنګ په بېلابېلو برخو کې له تهران سره همکارۍ ته چمتو دی.

دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ایران او چین لپاره د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو پر لور یو مثبت ګام ګڼل کېږي.

د یادونې ده، چې چین او ایران د انرژۍ، ټکنالوژۍ، او سیمه‌ییز امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې همکارۍ لري او دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو ګټو په تأمین کې مرسته کړې ده.