سعد محسني: طالبان د «خوشحالیو» دوښمنان دي

د موبي ګروپ او طلوع نیوز بنسټګر سعد محسني د برېټانیې له مشهورې ورځپاڼې ګارډین سره په مرکه کې ویلي، طالبانو په افغانستان کې فرهنګي فضا خورا تنګه کړې او خلک یې له خوښیو بې برخې کړې دي.

هغه د طالبانو له لوري‌ د طلوع ټلوېزیون د «افغان ستوري» په نامه د سندریزې سیالۍ د بندېدو اړوند د یادې ورځپانې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وايي، چې طالبان د خوشالیو دوښمنان دي.

ښاغلي محسني زیاته کړې:« دغه خپرونه کې به ښځو د پردې مخې ته سندرې ویلې او خلکو به رایې هم ورکولې. هغوی د خوشالیو دوښمنان دي او دا څرګنده ده، چې دغه ډول خپرونې موږ پرمخ نه شوای وړلی».

سعد محسني د تېر په څېر دا ځل هم د طالبانو سره د تعامل خبره بیا کړې ده.

هغه ټینګار کړی، چې طالبان د یوه فکر لرونکي ډله نه ده او د دغه ډلې په منځ کې بېلابېل کړۍ جلا، جلا نظرونه لري.

نوموړي ویلي، نړۍواله ټولنه باید له هغو طالبانو سره چې منځلاري افکار لري د اړیکو جوړېدو تر څنګ تعامل وکړي.

د سعد په وینا:« طالبان ټول سره یو شان نه دي. ځینې یې نسبتا نرم دریځ لري او موږ باید له همدوی سره تعامل وکړو. افغانستان ته نه پاملرنه د ټولو په زیان ده».

سعد محسني چې د مخکني جمهوري نظام تر نسکورېدو وروسته افغانستان ته نه دی تللی وايي؛ که نړۍوال افغانستان له یاده وباسي، نو د اصلاحاتو لږ چانسونه به هم له منځه ولاړ شي.

هغه زیاتوي، چې طالبان منظم او واحد جوړښت نه لري؛ بلکې په منځ کې یې داسې کسان شته چې خبرو ته چمتو دي.

د سعد په خبره، ځیني طالبان د رسنیو ارزښت ته ژمن د‌ي او ان د ځینو بدلونونو منلو ته هم چمتو دي.

محسنی باور لري، چې که له هغو طالبانو سره چې عملي فکر لري، محدودې خو معقوله اړیکه وساتل شي؛ نو کېدای شي د ښځو، رسنیو او نورو ټولنیزو برخو فشارونه لږ شي.

هغه خبرداری ورکړ، چې اوسنی نړۍوال سیاست چې طالبان منزوي کوي، مرستې پرې بندوي او بندیزونه ورباندې لګوي، ښايي نتیجه ورنه کړي او برعکس اغېز ولري.

سعد محسني داسې مهال له طالبانو سره د تعامل خبره کوي، چې په هېواد کې یادې ډلې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي، یو شمېر خبریالان یې نیولي، شکنجه کړي او ان ځینې رسنۍ هم تړل شوې دي.

نوموړي په یوه تازه اقدام کې د موبي ګروپ، طلوع او طلوع نیوز شبکې لسګونه کارکوونکي د اقتصادي ستونزو له کبله له دندو ګوښه کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې رسنۍ اوس نه یوازې له اقتصادي ناورین سره مخ دي؛ بلکې د طالبانو د سانسور تر څنګ د مسلکي ظرفیتونو له هېواده وتو هم د افغانستان دننه رسنیز چاپېریال اغېزمن کړی دی.