کابل ته د اسحاق ډار سفر کې؛ «پاکستان منلې چې تجارت له امنیتي ستونزو سره ونه تړي»

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

کابل ته د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستی سفر د طالبانو له حکومت سره د اسلام‌اباد د ترینګلي تعامل په ځانګړي ډول د تجارت او امنیت ترمنځ د بېلتون په برخه کې د احتمالي بدلون نښه بلل کېږي.

دا سفر په داسې وخت کې تر سره شو، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تړاو د پولې د پرله پسې بندېدو، د امنیتي اندېښنو او د باور د کمښت له امله تر فشار لاندې راغلی؛ په ځانګړي ډول د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د موجودیت ادعاوو د طالبانو او اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړې دي.

په دغو خبرو اترو کې د طالبانو یوې ښکیلې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په تېرو درې نيمو کلونو کې کابل هڅه کوله چې اسلام‌اباد قانع کړي چې تجارت، ترانزیت او د خلکو تګ راتګ دې له امنیتي مسایلو سره نه تړي». سرچینه زیاتوي، « خو د پاکستان پیغام تل دا و، چې تر څو امنیتي وضعیت ښه نه‌شي، په نورو برخو کې هم پرمختګ نه‌شي کېدای».

د ډار سفر له دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په یوه «لار اواروونکي» سفر تعقیب شو.

د سرچینو په وینا، محمد صادق کابل ته د یوه جګپوړي پلاوي لپاره شرایط برابر کړل څو دواړې خواوې د مفصلو خبرو چمتووالی ونیسي.

اسلام اباد د طالبانو له نویو شریکانو اندېښمن دی

داسې ښکاري چې پاکستان دې ته متوجه شوی چې د اقتصادي بې‌ثباتۍ دوام به یوازې د نورو سیمه‌ییزو شریکانو، لکه ایران، ازبکستان، چین او قزاقستان نفوذ ته لاره اواره کړي. طالب چارواکي وایي، د پاکستان له‌خوا د وروستیو پیغامونو له مخې داسې برېښي چې له امنیتي ګیلو سره سره اوس سوداګرۍ ته لومړیتوب ورکول کېږي.

یاده سرچینه وايي، « داسې ښکاري چې پاکستان قانع شوی وي، چې باید شته امنیتي ستونزو ته له پام پرته، تجارت او ترانزیت ته وده ورکړل شي. دا ښایي هغه درک وي، چې اقتصاد پخپله د ثبات لپاره لاره اوارولی شي».

افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره د ډیورنډ ګډه کرښه لري، چې بیا بیا د امنیتي پېښو او سرحدي شخړو شاهده ده.

د تورخم او چمن په څېر مهم سرحدي بندرونه په وار وار تړل شوي، چې سوداګرۍ ته یې درانده زیانونه اړولي دي. افغان تجاران او موټر چلوونکي تل له ځنډونو، سختو تلاشیو او د تورخم او چمن لارو له ناڅاپي بندیدو شکایت کوي.

که څه هم پاکستان د افغانستان لپاره یو مهم سوداګریز او ترانزیټي شریک پاتې شوی، خو دا اړیکه له کلونو راهیسې د ډیپلوماټیکو ترینګلتیاوو له امله زیانمنه شوې. په وروستیو کلونو کې کړکېچ هله زیات شو، چې اسلام‌اباد پر طالبانو تور ولګاوه، چې دټي تي پي غړي‌ یې په خپله خاوره کې ځای پر ځای کړي دي.

پاکستان پر طالبانو ټینګار کړی، چې د ټي ټي پي پر وړاندې عملي اقدامات وکړي، خو د طالبانو مشرتابه دا تورونه ردوي او وايي، د دغې ډلې پر ضد اقدام د داخلي مسایلو او مذهبي اړیکو له امله اسان نه دی.

دواړو خواوو په ناستو کې پر یوه ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون یا کمېټې جوړولو پرېکړه کړې
دواړو خواوو په ناستو کې پر یوه ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون یا کمېټې جوړولو پرېکړه کړې

ګډ امنیتي -استخباراتي کمیسیون

طالبانو د تېر په څېر یوځل بیا د ټي ټي پي په تړاو، چې د اسلام اباد تر ټولو ستره اندېښنه ګڼل کیږي، پر تفاهم او تدریجي حل لارو ټینګار کړی.

دې خبرو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دواړو خواوو د سیاسي چینل د پرانېستلو تر څنګ د یوه ګډ امنیتي- استخباراتي کمیسیون پر جوړولو هوکړه کړې، چې په ترکیب کې به یې د ای ایس ای او د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست استازي، د دواړو هېوادونو دکورنیو چارو وزارتونو امنيتي چارواکي او په کابل کې د پاکستان سفیر یا نظامي اتشه شامل وي.

سرچینه وايي، ټاکل شوې ددغو پرېکړو د تعقیب لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ددې ډلې له مشر مولوي هبت الله اخوندزاده او نورو اړوندو ادارو سره تر سلامشورو وروسته په نږدې وخت کې پاکستان ته سفر وکړي او د ګډ کمیسیون د غړو په تشخیص، کاري پروسیجرونو او نورو اړوند مسایلو نهايي پرېکړې وشي.

د ډار د سفر پر مهال، بحثونه پر دې هم متمرکز وو چې څنګه تجارتي میکانیزمونه بیا فعال شي، د پولې تګ راتګ اسانه شي او د ګمرکي همکاریو څرنګوالی پراخ شي.

افغان او پاکستاني سوداګر له کلونو راهیسې دا غوښتنه کوي چې تجارت دې له سیاست څخه بېل شي او د لا ښې زیربنا پر جوړېدو دې تمرکز وشي.

ددې خبرو په پایله کې د افغانستان په اړه لوړپوړې دوه‌اړخیزې ناستې، درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماټیک مېکانیزمونه او فارمټونه هم بېرته پیلیږي، چې د پاکستان او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا له امله یې په ناستو کې ځنډ راغلی و.

په دې فارمټونو کې د ګاونډیو هېوادونو جمع روسیې فارمټ، د پاکستان-چین-افغانستان، افغانستان، پاکستان-ازبکستان او افغانستان، پاکستان-ایران ناستې شاملې دي.

شنونکي وایي، دغه سفر او هوکړې ښایي د پاکستان د داخلي اقتصادي ستونزو انعکاس هم وي. پاکستان چې له لوړ انفلاسیون، نړیوالو فشارونو او صادراتو کې له کسر سره مخ دی، ښايي له افغانستان سره عادي اقتصادي اړیکې یو ارزان، خو ګټور هدف وګڼي.

خو ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. پاکستان غواړي چې ترهګرۍ ضد ګډ میکانیزمونه رامنځته شي او د تګ راتګ د کنټرول سخت معیارونه وضع شي، په داسې حال کې چې طالبان دې کار ته د سیاسي او امنیتي نفوذ په سترګه ګوري.