عبدالحکیم شرعي: خصوصي روغتونونه، درملتونونه او ډاکټران له ناورغانو زیاتې پیسې اخلي

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډاکټران، خصوصي روغتونونه او درملتونونه له ناروغانو څخه زیاتې پیسې اخلي. هغه ویلي، له همدې امله خلک د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه دغه څرګندونې د (وري ۳۱مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارو یوې ګډې روغتیایي کمېټې ته کړې دي.

شرعي ټینګار کړی، چې یو شمېر خصوصي روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي او وړاندې کزدونکي خدمتونه یې خورا ټیټ معیار لري.

هغه زیاته کړې، دغه روغتونونه له ناروغانو څخه د پیسو د لاسته راوړلو لپاره له هېڅ ډول اقداماتو ډډه نه کوي.

نوموړي همدا راز نیوکه کړې، چې تاریخ تېري او بې کېفیته درمل هم د ناروغانو پر وړاندې جدي‌ ننګوونې دي.

په همدې تړاو خبرپانه زیاتوي، په یاده ناسته کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وزیر ملابخت الرحمان شرافت هم ویلي، چې د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو پلورل ورته د منلو وړ نه دي.

د هغه په خبره، یاد وزارت هڅه کوي څو د دغه ستونزو د مخنېوي او د روغتیایي خدمتونو د ښه کېدو لپاره وړ شرایط برابر کړي.

ویل کېږي، طالبانو د هېواد به ګمرکاتو کې د بې کېفیته درملو د واردولو مخه نه ده ډب کړې او ان د دغه ډلې د درملو د څار او اروزنې ګمرکي څانګې په پراخ فساد ککړې دي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې د خصوصي روغتونونو د څار لپاره هم ځانګړي اقدامات نه کېږي او د کمزورو خدمتونو له کبله ناروغان اړ کېږي؛ څو پاکستان او نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه لاړ شي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان هم خبرداری ورکړی، چې د امریکا پراختیایي مرستو د کمېدو له کبله د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او د افغانستان روغتیایي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

یاد سازمان ویلي، چې طالبان د روغتیایي ستونزو او ننګوونو د مخنېوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.