یونېسف: تېر کال مو په افغانستان کې له ۴۰۰ زره کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي، چې تېر کال یې په افغانستان کې ۴۰۰زره اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې وېشلې دي.
یونیسف نن دوشنبه پر اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، اړمنو کورنیو او ماشومانو ته د نغدي مرستو چمتو کول دوی ته د دې اجازه ورکوي چې خپلې پرېکړې په خپله وکړي او د ځان لپاره سملاسي اړتیاوې چمتو کړي.
د یونېسف په وینا، کورنیو ته د نغدو پېسو لېږد په بېړنیو حالاتو کې ډېر اغېزمن ثابت شوی دی.
خو دغه بنسټ د مرسته شویو پېسو د شمېر په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې افغانستان په خپل تاریخ کې له خورا سختې خوارځواکۍ سره مخ دی او دغه هېواد د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې د بې ساري بېړني حالت شاهد دی.
له بل پلوه د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان مشر کوبي رایتویلډ ویلي، که د خوارځواکو ماشومانو درملنه ونه شي؛ نو د هغوی د مړینې ګواښ خورا ډېر دی.
کوبي رایتویلډ زیاته کړه، هېڅ ماشوم بايد د خوارځواکۍ له امله مړ نشي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې سږ کال به درې نیم مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.