میاخېل: د پاکستان عمومي پالیسي دا ده چې افغانستان باید یو قوي حکومت ونه لري
د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، افغانستان د پاکستان لپاره ګواښ نه دی، بلکې د دې هېواد پالیسي چې ترهګر یې روزلي ګواښ دی. د هغه په خبره، د پاکستان عمومي پالیسي دا ده چې افغانستان باید یو قوي حکومت ونه لري
نوموړی وایي، چې که پاکستان خپلې تګلارې بدلې نه کړي له سختو ستونزو سره به مخ شي.
ښاغلي میاخېل په خپلو خبرو کې همداراز زیاته کړه: «پاکستان د خپلو ګټو لپاره دوه ګونی چلند کوي، له یوې خوا له طالبانو ملاتړ کوي او له بلې خوا د طالبانو د سیاسي مخالفانو د پیاوړتیا لپاره هم کار کوي.»
څو ورځې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په پاکستان تور پورې کړ، چې دغه هېواد په تېرو وختونو کې هم له طالبانو او هم له پخواني افغان حکومت سره لوبې کولې، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا دوه ګونې لوبې پای ته ورسېدې او اوس پاکستان په افغانستان کې خپله لار ورکه کړې ده.
د تېر جمهوري نظام د دفاع یاد سرپرست وزیر وایي، چې پاکستان اوسمهال له سیاسي، پوځي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د خپلې بقا لپاره هلې ځلې کوي.
د هغه په خبره: «پاکستان د پخوا په څېر په افغانانو کنټرول نه لري ځکه چې د طالبانو اړیکې له نورو هېوادونو سره پراخې شوې دي، نو د همدې لپاره پر کډوالو فشار راوړي.»
ښاغلي میاخېل له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان پر ملاتړ نیوکه وکړه او ویې ویل، چې پاکستان د ترهګرو ځاله ده، ځکه چې القاعدې، طالبانو، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او داعش ډلو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان تل طالبان په دې تورن کړي، چې هغوی د ټيټيپي په ګډون ګڼو ترهګرو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې کابل ته د پاکستاني پلاوي په سفر کې له طالبانو سره د «ټي ټي پي» اړوند خبرې وشوې.
د راپورونو له مخې، د یادې وسله والې ډلې په تړاو د کابل په پخواني دریځ کې بدلون راغلی دی.
له اوږدې مودې راهیسې، له افغانستان څخه د «ټي ټي پي» بریدونه او د دغه ډلې امنیتي ګواښونه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو مهم خنډ و.
مخکې دا شکایت موجود و، چې یا خو طالبان د پاکستان اندېښنو ته پام نه کوي، یا هم د دوی اقدامات کافي نه دي.