طالبانو یو ځوان له نیول‌کېدو وروسته جبري اعتراف ته اړ کړ

طالبانو د تیمورشاه جلال‌زي په نوم د ټولنیزو رسنیو یو منتقد کارونکی نیولی او جبري اعتراف ته یې اړ کړی دی. نوموړی ځوان چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د دغې ډلې پر خلاف د تبلیغاتو په تور نیول شوی دی.

طالبان وايي، چې جلال‌زی د دې ډلې د سایبري او تخنیکي برخې ځواکونو له‌خوا تر څار وروسته نیول شوی او په وینا یې، هغه پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی.

طالبانو ته نږدې رسنیو د یاد رسنیز فعال د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره کړې ده.

د دغې ډلې په وینا، تیمورشاه په ​​ټیک‌ټاک او فېسبوک خواله رسنیو کې په مستعار نوم د طالبانو پر ضد «دروغ، پروپاګنډ او ګمراه‌کوونکي» مطالب خپرول.

تیمورشاه جلال‌زي د جبري اعتراف په ویډیو کې له طالبانو څخه بخښنه غوښتې او وايي، چې بیا به داسې کړنې نه ترسره کوي.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، تیمورشاه جلال‌زی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د لېوان کلي اوسېدونکی دی.

د یادونې ده، چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په نږدې څلورو کلونو کې د دغې ډلې د انتقادکوونکو په ګډون زرګونه هېوادوال نیولي او یو شمېر یې د ټوپک په زور جبري اعتراف ته اړ کړي دي.

په نیول شویو کسانو کې تر ۱۰ څخه ډېر خبریالان هم شامل دي.