نیویارک ټایمز: ښایي د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دفتر لغوه شي
نیویارک ټایمز د ځینو امریکايي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره د یوه اجرایوي فرمان په مسوده کار کوي چې له مخې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې بدلونونه راولي چې ښايي د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې د دفتر لغوه کېدو لامل شي.
ویل کېږي، که چېرې دغه مسوده تصویب شي؛ نو په دغو بدلونونو کې به د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مقام له منځه ولاړ شي. دغه مسوولیت تر دې وړاندې رینا امیري په غاړه لاره، چې د بایډن ادارې په وروستۍ ورځ یې استعفا وکړه.
د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د دغه سند له مخې د ټرمپ اداره غواړي د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، کډوالۍ او د اقلیمي بدلون اړوند دفترونه وتړي او پر ځای یې «د نړۍوالو ګواښونو مرستیال» د مخدره توکو سره د مبارزې پالیسۍ او نورو مسلو د څارنې لپاره ځیني نوي دفترونو پرانیزي.
په سند کې راغلي، چې د افغان ښځو لپاره د ځانګړې استازې دفتر په ګډون د ښځو اړوند ځیني پوستونه هم د لغوه کېدو په نوملړ کې شامل دي.
د راپور له مخې، دغه بدلونونه د بهرنیو چارو وزارت د بیا تنظیمولو لپاره د هراړخیز پلان برخه ده، چې موخه یې د فساد او لګښتونو کمول او د ولسمشر له لید سره د بهرنۍ پالیسۍ تنظیمول دي.
په داسې حال کې چې د راپور تر خپرېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خواله رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره دا خبرونه درواغ وبلل؛ خو نیویارک ټایمز لیکلي چې د شنبې له ورځې راهیسې دغه سند د اوسنیو او پخوانیو امریکایي ډیپلوماتانو او نورو چارواکو تر منځ لاس په لاس کېږي.
که دغه پلان پلي شي؛ نو ښایي د امریکا لسګونه سفارتونه او کونسلګرۍ په افریقایي او اروپایي هېوادونو کې وتړل شي.