اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپلې ونډې پر بل شرکت وپلورلې
اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په رسمي ډول په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورساوه او خپلې ونډې یې بل شرکت ته وسپارلې. له دې وروسته به اېم ۱ شرکت چې د اېم ټي اېن شرکت ونډې یې پېرلې، د «اټوما» په نوم خپل مخابراتي فعالیتونه پر مخ یوسي.
د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني د اېم ټي اېن د فعالیت د پای په مراسمو کې وویل، چې د دغه شرکت ونډې د M1 ګروپ ته لېږدول شوې دي او له دې وروسته به د اټوما په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، اېم ټي اېن پرېکړه کړې چې په افریقايي هېوادونو خپل تمرکز زیات کړي او د M1 ګروپ د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د دغه شرکټ ونډې اخیستې دي.
اېم ټي اېن په بازار کې د ۴۰ سلنه ونډو په لرلو سره په افغانستان کې د مخابراتو تر ټولو لوی شرکت و.
دغه مخابراتي شرکت د ۱۴۰۱کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې به د مالکیت او نوم په بدلولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
دغه شرکت ویلي و، چې د شرکت ملکیت کې پلان شوی بدلون به د پېرودونکو پر خدمتونو اغېز ونکړي.
د طالبانو د مخابراتو وزیر اتوما شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې پېرودونکو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي، د جواز شرایط مراعات کړي او د پېرودونکو حقونه خوندي کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري له M1 ګروپ څخه د دغه سترې پانګونې له امله مننه کړې.
د اټوما اجراییوي مشر هاشم رمضان ژمنه کړې، چې شرکت به لوړ کیفیت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي، خپلې زېربناوې به عصري کړي، په ټول هېواد کې به انټرنېټ او لوړ کیفیت غږ ته لاسرسی چمتو او خدمات به 4G ته لوړ کړي.
اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او په ټول هېواد کې یې مېلیونونه پېرودونکي لرل.
له بلوه بلومبرګ بیا ویلي، چې دغه مخابراتي شرکت واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له یو لړ پېچلتیاو سره مخ و.