امیرخان متقي د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کنټرول خونې د رامنځته کېدو هرکلی وکړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د کنټرول خونې له رامنځته کېدو هرکلی وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمدتکل په خپل اېکس کې لیکلي، چې امیر خان متقي له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرې کړي او په کابل کې یې د دواړو لورو ترمنځ د شویو ژمنو پر تعقیب ټينګار کړی.
نوموړي لیکلي: «په دې ټلیفوني مکالمه کې ښاغلي اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او ټينگار يې وکړ، چې کابل کې د شویو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانگړي ډول د کډوالو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اورېدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.»
حافظ ضیاء احمد تکل لیکلي، چې په دغه ټلیفوني خبرو کې اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د کنټرولخونې د ايجاد او د کډوالو د شکايتونو د اورېدو په موخه د مرستې لپاره د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړ.
نوموړي وړاندې لیکلي: «امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام وباله او د شویو پرېکړو د پلي کولو، په ځانگړي توگه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترولخونې او د مرستې د اړيکې شمېرو د فعالولو اقدامات وستایل.»
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د ځورونو د پېښو د ثبت لپاره یوه ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونه جوړه کړې ده.
دغه اقدام کابل ته ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، چې د ملي ناورین د معلوماتو مدیریت مرکز (NCIMC) کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د احتمالي ځورونې د شکایتونو د ثبت لپاره یو ۲۴ ساعته فعال فدرالي کنټرول روم جوړ شوی دی.
محمد صادق وايي، چې دا کنټرول خونه د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تامین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسېدنه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تېره ورځ کابل ته رسمي سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ، په امنیتي، اقتصادي او په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.
په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي حالت ته رسېدلې وې، دواړو لوریو په یو بل د ترهګرو ډلو د پاللو تورونه پورې کول.
پاکستان ادعا کړې وه، چې افغان طالبانو ټي ټي پي ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
همدا ډول طالبانو بیا پاکستان تورن کړی وو، چې داعش ته یې روزنځایونه ورکړي دي.
دا تورونه دواړو خواو رد کړي وو.