مریم امرخېل: د لرې پرتو سیمو ماشومانو ته مو د زده کړو د دوام هڅې زیاتې کړي دي

د کوچي ماشومانو لپاره د کېږدۍ تر عنوان لاندې د ګرځنده ښوونځي مشره مریم امرخېل وایي، چې د هېواد د لرې پرتو سیمو ماشومانو ته یې د زده کړو د دوام په موخه هڅې زیاتې کړي دي.

ددغو ښوونځيو مالي چارې د عامو افغانانو په مرستو ترسره کېږي او یاد بنسټ یو ځل بیا کمپاین پیل کړی، څو مرستې راټولې کړي چې ښوونځي یې بندې نه شي.
د کېږدۍ بنسټ تر چتر لاندې په لرې پرتو سیمو کې نږدې ۱۲ سوه افغان ماشومان زده کړې ترلاسه کوي.

د دغه بنسټ مشرې په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه ویډيوي پېغام کې وویل: «کېږدۍ ګرځنده ښوونځي خپل فعالیت په ۲۰۲۰ کال کې پیل کړ، چې افغانستان کې له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوي. زموږ د ښوونځیو زیاته برخه زده کوونکي کوچیان دي چې د دوی لپاره سیار ښوونځي لرو. له نېکه مرغه تېر کال موږ د نورستان او بامیان ولایتونو ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړه.»

د مریم امرخېل په وینا، د دوی بنسټ د بهر مېشتو افغانانو په مالي مرسته د افغانستان په نهو ولایتونو کې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې.

‏نوموړې په دغه ویډيوي پېغام کې وایي: «کېږدۍ د خپلو اداري او همدارنګه د زده کوونکو ټول لګښت او چارو د سمبالېدو لپاره ازادې مرستې په خیریه شکل راټولوي چې زیاته برخه بهر مېشتي افغانان او همدارنګه بهرنیان دي چې دوی ته یې د GoFundMe له لارې خپلې مرستې رالېږي .»

هغه زیاتوي: «موږ د نوي کال لپاره بیاځلي د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې په تاسو ټولو غږ کوم، دې کمپاین کې د کېږدۍ سره برخه واخلئ ترڅو زموږ د زده کوونکو سره د دوی بل ګام کې برخه واخلئ».

‏ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دوی د یوه زده کوونکي کلنی لګښت د کتابونو، قرطاسیې، ښوونکي معاش، خیمې او ټولو نورو اداري لګښتونو په شمول ۴۷۳۳ افغانۍ کېږي.

که څه هم د زده کړو په برخه کې یاده فعاله پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، جرمني ته کډواله شوې، خو له دې سره - سره یې په هېواد دننه کې د نجونو په ګډون سلګونو کسانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

سره له دې چې په افغانستان کې د لرې پرتو سیمو زیات شمېر ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود، خو تېر جمهوري حکومت تر ډېره دا ستونزه هواره کړې وه او هڅې روانې وې چې ماشومان په هېڅ ځای کې له زده کړو بې برخې نه شي.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د زده کړو بهیر هم ټکنی شو، نړۍوالې مرستې کمې شوې او همدا ډول د طالبانو له لورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او نورو لوړو زده کړو دروازې وتړل شوې.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز په کور دننه او په نړۍواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شوی دی، زیات شمېر هېوادونو خپلې مرستې مشروطې کړې خو دې غبرګونونو او د نړۍوالو فشار د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راوستلی.