چین طالبانو ته د شانګهای په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې چین د دې ډلې استازو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د دغه وزارت ادارې مرستیال محمد نعیم په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډې ته د دې ډلې د استازو د بلنې هر کلی وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د رابلل شوي پلاوي د کچې او جوړښت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
د چین سفیر د طالبانو په حواله ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.
د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د رژیم له ړنګېدو وروسته د دغه هېواد غړیتوب وځنډول شو او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغه سازمان په غونډو کې د طالبانو استازو ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې.
د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمیک بایف مخکې اعلان کړی و، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا ۲۵مه سرمشریزه به د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې په چین کې تر سره شي.
هغه دا هم وویل چې د غونډې اجنډا به "ډېره بډایه" وي.