پاکستان د افغان کډوالو د شکایت اورېدنې کنټرول خونه جوړه کړې

پاکستان د افغان کډوالو د ځورونو پېښو د ثبت لپاره یوه ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونه جوړه کړې ده. دغه اقدام کابل ته ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، چې د ملي ناورین د معلوماتو مدیریت مرکز (NCIMC) کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د احتمالي ځورونې د شکایتونو د ثبت لپاره یو ۲۴ ساعته فعال فدرالي کنټرول روم جوړ شوی دی.

محمد صادق وايي، چې دا کنټرول خونه د افغانانو د بیرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تامین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسیدنه کوي.

یادې خونې د مرستې کرښې په نامه یو شمېر د اړیکو شمېرې هم خپرې کړې، چې افغانان کولای شي ددې شمېرو له لارې له یادې ادارې سره په اړیکه کې شي.

د پاکستان دا ګام داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې ددغه هېواد پر امنیتي ادارو تور لګول شوی، چې له افغان کډوالو سره د بشري حقونو خلاف چلند کوي او مالونه او توکی هم ترې ګرځوي.

پاکستان د مارچ میاشتې له لسمې راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه یې تر ۸۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته شړلي دي.