ډي اېچ اېل تر ۸۰۰ ډالرو لوړ توکي او بارونه امریکا ته نه لېږي

د جرمني دډویچه پوسټ اړوند شرکت (DHL Express ) اعلان کړی چې سر له سبا دوشنبې څخه به هغه نړیوال بارونه چې ارزښت یې له ۸۰۰ ډالرو زیات وي او افرادو ته په امریکا کې لېږل کېږي، وځنډوي.

دا پرېکړه د امریکايي ګمرکي اصولو په بدلون پورې اړه لري، چې اوس تر۸۰۰ ډالرو لوړ بارونه په رسمي اسنادو او تشریفاتو پورې مشروطوي.

تر دې وړاندې دا حد ۲۵۰۰ډالر و، خو دا پالیسي د اپرېل له پنځمې را په دې خوا بدله شوې ده.

ډی ایچ اېل په خپله ویب‌پاڼه کې ویلي، چې دا یوه موقتي پرېکړه ده او د شرکتونو ترمنځ لېږد (B2B) به ونه درول شي، خو کېدای شي له ځنډ سره مخ شي.

د رویټرز د رپوت له مخې، ډي ایچ ایل ویلي چې د ۸۰۰ ډالرو څخه کم بارونه، که شخصي وي یا تجارتي، پر دې پالیسي اغېز نه لري.

ډي ایچ اېل تېره اونۍ د رویټرز د پوښتنو په ځواب کې وویل چې له هانګ کانګ څخه متحده ایالاتو ته د بارونو لېږدول جاري ساتي، خو دا به د « موجوده ګمرکي اصولو او مقرراتو» له مخې وي. دغه راز شرکت زیاته کړې چې دوی به له خپلو مشتریانو سره کار وکړي، څو هغوی د مې دویمې لپاره پلان شویو بدلونونو ته چمتو کړي او ځانونه ورسره برابر کړي.

هانګ کانګ پوسټ هم تېره اونۍ اعلان وکړ چې د امریکا لپاره یې د سمندري پوستې خدمات ځنډولي.

دغه شرکت امریکا په « زورواکۍ» تورنه کړې، ځکه واشنګټن له چین او هانګ کانګ څخه د وارداتو د مالیې معافیت لغو کړی.