ډان ورځپاڼه: افغان کډوال د پاکستان او طالبانو د کړکېچنو اړیکو قرباني دي
د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو او بېباورۍ اړوند ده، ویلي چې افغان کډوال د دواړو خواوو د کړکېچنو اړیکو قرباني دي. په مقاله کې د پاکستان پر افغان تګلارې سختې نیوکې شوې او روانه ناامني یې له دغو اړیکو سره تړلې بللې ده.
په مقاله کې راغلي: (ډېری وخت ویل کېږي چې پاکستان روښانه او خپلواکه افغان پاليسي نه لري. هغه څه چې د پاکستان پوځ او استخباراتو(په تاريخي ډول) د افغانستان په اړه تعقیب کړي، زیاتره د هند پر محور ولاړه تګلاره و. کله چې په کابل کې یو هندپال حکومت ړنګ شو، نو اسلاماباد د نوي وضعیت په وړاندې بې باوره او ناپېیلی ښکاره شو.)
په مقاله کې دغه راغلي، چې د پاکستان د پوځ او د هغوی له خوا د ملاتړ کېدونکو پوهانو ډېرې هیلې دا وې، چې ګواکې دوی وکولای شي له افغانستان سره له پولو هاخوا سترې اقتصادي پروژې پیل کړي او یو ملګری حکومت په ګاونډ کې ولري.
طالبان په افغانستان کې د پاکستان ضد احساسات پاروي
په بنسټیز ډول اسلامي جماعت د پاکستان د پوځ سره د افغانستان د تګلارې په جوړولو کې مهم رول ادا کړی، چې دا تګلاره د هند په اړه د پاکستان له پراخې ستراتېژۍ سره همغږې وه.
د پاکستان له جوړېدو راهيسې، افغانستان د پاکستان حاکميت په سختۍ سره منلی او اکثره یې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د قامپالو او بېلتونپالو خوځښتونو ملاتړ کړی.
افغانستان له هند سره نږدې اړیکې لرلي، خو که څه هم تل د ترینګلتیاوو لامل بلل شوی، هېڅکله یې پاکستان ته مستقیم پوځي ګواښ نه دی کړی، ان د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ کلونو د جګړو پر مهال هم.
پاکستان او افغانستان سره له دې چې د سړې جګړې پرمهال د متضادو بلاکونو برخه و، خو لا یې هم دا چانس درلود چې دوستانه اړیکې ولري.
دواړو لورو ته د واک غوښتونکو اشخاصو غرور اکثرا دا فرصتونه ضایع کړي او یو بل یې پارولي او خفه کړي دي.
پاکستان د طالبانو ځکه ملاتړ وکړ، چې د ډيورنډ په کرښه یو دوستانه حکومت رامنځته کړي، خو منتقدین وايي چې د پاکستان د پوځ له نظره "دوست هېواد" هغه دی چې تابع وي، نه برابر.
د مقالې په یوې برخه کې راغلي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) موضوع اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو له تر ټولو جدي خنډونو څخه ګرځېدلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ژور اختلافات رابرسېره کړي دي.
د مقالې پربنسټ، کله چې د انتخاب وخت راغی، نو د طالبانو حکومت داسې ښکاره کړه لکه د ټي ټي پي ملاتړ یې چې د پاکستان سره د ښې اړیکې پر ځای غوره ګڼلې وي او دا هماغه طرز دی چې پخوانيو افغان حکومتونو هم له اسلاماباد سره خپل روابط اداره کول.
اسلاماباد اوسمهال اندېښنه لري، هسې نه افغانستان له هند سره لا نږدې شي او دا موضوع د پاکستان سره په ډيورنډ کرښه یو ګواښ بلل کېږي.
په مقاله کې زیاته شوې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ترينګلتيا د نه ختمېدونکي بېباورۍ ښکارندوی ده، سره له دې چې د سوداګرۍ او د پولو امنيت په برخه کې د همکارۍ هڅې روانې دي، خو دا بېباوري نوره هم ژوره کېږي.
افغان کډوال په پاکستان کې د دې ترينګلو اړیکو قرباني شوي
د طالبانو لپاره د ټي ټي پي موضوع اوس د "عزت" او د یوې ستراتېژيکې پانګې په توګه مطرح ده.
هغوی د دې ډلې د ملاتړ په بدل کې له پاکستان سره خپلې اړيکې زیانمنې کړي او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د هوساینې پروا یې نه ده کړې.
له بلې خوا، طالبان د افغانستان دننه د پاکستان ضد احساساتو ته وده ورکوي.
د دوی رسنۍ فعاله دي او بېرته راګرځېدلي افغان کډوال او د دوی ستونزې رسنيزې کوي او دا هم وايي، چې په پاکستان کې هغوی ته سپکاوی شوی.
د مقالې له مخې، دا روایت اوس ان هغو افغانانو کې هم محبوبیت موندلی، چې پخوا د طالبانو د واک سخت مخالفين وو.
اوس افغان شاعران او فرهنګي شخصيتونه د طالبانو واک ته رومانتيکه بڼه ورکوي، پاکستان ته بد وايي او کډوالو ته وايي، چې له کلونو جلاوالي وروسته بېرته وطن ته ستانه شي.
د ډان ورځپاڼې په دې مقاله کې راغلي، چې اوسنی وضعیت د ځان ارزونې یو فرصت برابروي، په ځانګړي ډول د پاکستان لپاره او هغو مذهبي ګوندونو لپاره چې پخوا یې په افغانستان کې د "جهاد" ملاتړ کاوه.
خو پاکستان اوس د عکسالعمل په حالت کې دی او داسې ښکاري، چې د افغان کډوالو شړل د یوه ستراتېژیک پلان پر ځای سیاسي انګیزه لري.
دا سزا ورکونکی چلند یوازې د مایوسۍ څرګندونه نه ده، بلکې د دې خبرې پټ اعتراف هم دی چې د پاکستان افغان پاليسي ناکامه شوې ده.
دې پاليسۍ پنځوس کاله دوام درلود، خو په بدل کې یې یوازې ترهګري، تندلاريتوب، اقتصادي کمزورتیا او د حکومتدارۍ ضعف ورکړ.
دا پایلې لا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اړیکو کې د تور سیورې په څېر پاتې دي.
په مقاله کې زیاته شوې، چې د پخوانيو زخمونو بیا راخلاصول، د رغېدو لاره نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ باید یو نوی پیل وشي، یو نوی فکر چې د ښې اړیکې لپاره نوي اصول وضع کړي.
دا نوی پیل کولای شي د پاکستان د کډوالو پالیسۍ له بیا کتنې سره پيل شي او باید یو بشپړ، عزتمند او خوندي پلان جوړ شي، څو افغان کډوال په خپله خوښه خپلو کورونو ته ستانه شي.
د مقالې په یوې برخه کې دا زیاته شوې ده، چې دا پلان باید یوازې بشري اړخ ونه لري، بلکې باید د اقتصادي همکاریو لپاره هم زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ او له پولو هاخوا تر ټولو مهمه دا ده، چې دا پلان باید د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه ولري، پرته له دې چې نړۍوال یا سیمهییز قدرتونه څه غوښتنه لري.
د مقالې پایله دا ده، چې که پاکستان بیا هم په افغانستان کې له نوې مداخلې سره زړه وتړي، دا نه یوازې هلته بېثباتي زیاتوي، بلکې د پاکستان په خپل نازک وضعیت لرونکو سیمو لکه بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې هم ناارامي نوره زیاتوي.