د پاکستان د روغتیا وزیر: افغانستان د پولیو له منځه وړلو په هڅو کې تر پاکستان مخکې شوی
د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال وایي، چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو په هڅو کې له پاکستان څخه مخکې شوی. نوموړي ویلي، چې ښايي افغانستان د پولیو د بشپړ له منځه وړو هدف ته تر پاکستان وړاندې ځان ورسوي.
د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال په کراچۍ کې د روغتیایي څیړنې مشورتي بورډ په شپږم نړیوال طبي څیړنیز کنفرانس کې د وینا پرمهال ویلي، چې افغانستان د پولیو د له منځه وړو په هڅو کې له پاکستان څخه مخکښ دی. نوموړی وايي، سره له دې چې د پاکستان روغتیايي خدمات له افغانستان څخه غوره دي خو هیله یې ښودلې، چې دواړه هېوادونه به په یو وخت پولیو له منځه یوسي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د پولیو ۷۴ پېښې او په روان کال کې شپږ پېښې ثبت شوې دي.
پاکستان داسې مهال افغانستان د پولیو د له منځه وړلو په هڅو کې مخکښ ګڼي، چې سبا دوشنبه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي.
که څه هم طالبانو نه دي ویلي، چې د ګوزڼ ضد واکسین دغه دوره کمپاین کې به په څومره شمېر کې ماشومانو ته واکسین ورکړي، خو په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه دغه ولایت کې به له ۷۵۸ زرو څخه ډیرو ماشومانو ته واکسین ورکول شي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرننشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر کور په کور واکسین ورکولو باندې بندیز لګولی او د واکسین اعلان به هم د جومات په لاوډسپیکر کې کېږي او له دې لارې به خلکو ته د واکسین خبر ورکوي.
دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي، چې د امریکا اين پي ار رسنۍ راپور ورکړی چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایرس د پراخېدو په حال کې دی.
په دغه راپور کې ویل شوي،چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، خو تېرکال بیا په افغانستان کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.