چین غواړي په پاکستان کې د خرو فارمونه جوړ کړي
پاکستانۍ رسنۍ اې ار وای (ARY) راپور ورکړی، چې چین د پاکستان لهخوا د خرو د نسل زیاتولو لپاره مساعد چاپېریال ته په کتو، چمتو دی چې هلته د خرو فارمونه جوړ کړي.
د چین یو لوړپوړي پلاوي د شنبې په ورځ د پاکستان د قامي خوراکي امنیت او څېړنې له وزیر رانا تنویر حسین سره ولیدل او په پاکستان کې د خرو د فارمونو په جوړولو کې یې ژوره لېوالتیا څرګنده کړه. د چین د خرو د صنعت مرستیال مشر ژاو في د چینايي پلاوي مشري کوله.
د راپور له مخې، د پاکستان یاد فدرالي وزیر د چین له دغې هڅې هرکلی وکړ او له چین سره د پاکستان پر پیاوړو اړیکو یې ټینګار وکړ.
هغه وویل، د خرو فارمونه به د قانوني تقاضاوو تر پوره کېدو وروسته، د یو منظم تړون له لارې جوړېږي.
رانا تنویر زیاته کړه، دغه تړون به دا تضمین کړي چې د پاکستان د خرو ځايي نسل اغېزمن نشي. د نوموړي په خبره، د چین خرو صنعت ته به اجازه ورکړل شي چې د ګوادر بندر کې فارمونه جوړ کړي. هلته د خرو د حلالېدو تر څنګ ورته صادراتي اسانتیاوې هم برابرې شي؛ څو د ګوادر بندر له لارې چین ته د خرو غوښه ولېږدول شي.
د چارواکو په وینا، دغه اقدام به د پاکستان صادرات زیات کړي او له چین سره سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. دا پروژه به د نوي اقتصادي فرصتونو او د کار زمینه برابره کړي.
یاده دې وي، چې تېر کال د اکټوبر په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هم په یوه ناسته کې چین ته د خرو د غوښې د صادراتو لپاره د قرنطین پر پروټوکول هوکړه شوې وه.
چین چې شاوخوا ۵.۹ مېلیونه خره لري، د خرو د غوښې او پوستکي د زیاتېدونکي اړتیا له امله د نورو هېوادونو وارداتو ته مخه کړې ده.
د خرو پوستکی په چین کې په پراخه کچه د «ای جیاو» په نامه دودیزې درملنې لپاره کارول کېږي.
دغه درمل چې د چینایي دودیز طب یوه برخه ده، د وینې د جریان د ستونزو، بېخوبۍ او وچ ټوخي د درملنې لپاره کارېږي.
کارپوهان اټکل کوي، چې د دغه درملو اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال په ټوله نړۍ کې مېلیونونه خره وژل کېږي.