سرور دانش: په افغانستان کې د بې ثباتۍ او ناورین اصلي لامل د متمرکز نظام واکمني ده

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، په هېواد کې د بې ثباتۍ او ناورین اصلي لامل د متمرکز نظام واکمني ده.

نوموړي دغه خبرې «د افغانستان د فدرالي نظام اساسي قانون» مخ کتنې په پروګرام کې وکړې او زیاته یې کړه، چې واکمن نظام له یوې خوا د افغانستان د ماتېدو او بې ثباتۍ لامل او له بلې خوا د بېلابېلو قومو او دودونو لپاره د حقونو په ورکولو کې پاتې راغلی دی.
دانش دغه راز په افغانستان کې د فدرالي نظام پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
نوموړی وايي:«موږ په افغانستان کې د فدرالي نظام په رامنځته کولو سره کولی شو، عدالت پلي کړو، د عدالت په پلي کولو سره د خلکو رضایت ترلاسه کړو او د خلکو د رضایت په ترلاسه کولو به له کورنیو جګړو او بې ثباتیو څخه خلاص شو. سولې او دایمي امنیت ته به لاره پیدا کړو.»
همدارنګه د ولسي جرګي پخوانی غړی او د ملي کنګري ګوند مشر لطیف پدرام وايي، چې فدرالي شورا په هېواد کې د قومیت پر بنسټ د فدرالي جوړښت په لټه کې نه دی او د قومیت په اساس په افغانستان کې د ولایتونو وېش امکان نه لري.
نوموړی وايي:« بیا هم ټینګار کوم چې قومي فدرال نه جوړوو او که چېرې د افغانستان ولایتونه د قوم په اساس ووېشل شي، له دې څخه هېواد نه شي جوړېدای.په کندوز کې چې له ۲۰ څخه تر ۳۰ قومونه ژوند کوي څنګه یې فدرالي کړو. یوځل بیا وايم چې د فدرال شورا له سیاسي ګوندونو، شخصیتونو، د پوهنتونو له استادانو او حقوق پوهانو څخه جوړه ده. که ځیني قومونه زمونږ په شورا کې ګډون نه لري موږ خپله د هغوی استازیتوب کوو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د «افغانستان د فدرال غوښتونکو ټولنې» په نوم سیاسي خوځښت د ۱۴۰۲ کال په سلواغې میاشت کې خپل حضور اعلان کړ.
یو شمېر پخوانیو سیاستوالو تر دې وړاندې د فدرالي نظام په تايید سره ویلي و، چې فدراليزم تر بل هر نظام د خلکو حقونو ته نږدې دی.
له بلي خوا د حکومت مشرانو په تېرو دوو لسيزو کې تل له فدرالي نظام سره مخالفت ښودلی او دا ډول نظام یې د افغانستان تجزيې ته د زمينې برابرول بللي دي.
د دوی په خبره، افغانستان چې له نږدې څلوېښتو کلونو راهیسې له جګړې او د ګاونډیانو له مداخلې سره مخ دی، دا نظام یې سره پاشلی شي.