پاکستان اعلان وکړ چې د سعودي عربستان وګړي له ویزو پرته ورتلای شی
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د سعودي عربستان وګړو ته له ویزې پرته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ور کول کیږي. دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف ترسره شوی.
دا اعلان په پاکستان کې د سعودي عربستان له سفیر نواف بن سعید احمد المالکي سره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له کتنې وروسته شوی. دواړو چارواکو د ډيپلوماتیکو اړیکو، د سفر پالیسیو او د قانون پلي کولو په برخه کې همکاري څیړلې ده.
د اکسپرېس تربیون د رپوټ له مخې، نقوي د سعودي د تلپاتې ملاتړ ستاینه وکړه، په ځانګړې توګه د نشهيي توکو پر ضد وروستي کنفرانس کې یې د سعودي ګډون ته اشاره کړې، چې پاکستان او د خلیج همکارۍ شوراپه ګډ کوربهتوب جوړ شوی و.
نوموړي د پاسپورټونو د نوې بڼې، ملي اسنادو او د اسنادو د خوندیتوب د معیارونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا اصلاحات د ناوړه استفادې مخه نیسي.
نقوي د سعودي چارواکو له دې امله هم مننه کړې چې د دواړو هېوادونو د نږدې همکارۍ په نتیجه کې یې پنځه پاکستانيان چې په یوه قضیه کې د نشهيي موادو د قاچاق له امله نیول شوي وو، ازاد کړل.
د پاکستان دغه اعلان داسې مهال دی، چې د متحده عربي اماراتو د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید ال نهیان نن په یوه رسمي دوه ورځني سفر پاکستان ته ځي.
دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د مختلفو برخو په اړه د همکارۍ د پراخولو په هدف ترسره کېږي. د سفر پر مهال به شیخ عبدالله له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ویني او پر مهمو سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو به خبرې اترې وکړي.