پاکستان نن د تورخم له لارې له نهه سوه زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي
د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د کډوالو په دغه جوپه کې د ACC کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.
په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد درې مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
په همدې موخه له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.
د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړۍوالو ادارو غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه دا لړۍ لا هم روانه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کډوالو د ستونزو په ګډون د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې "په پاکستان کې د افغان کډوالو ملکیتونه، جایدادونه او اجانس هېڅوک نه شي ایسارولی." نوموړي ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.
متقي په دغه لیدنه کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او له پاکستاني پلاوي یې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.