نتنیاهو: اسراییلي پوځ به پر حماس ډلې فشارونه لا زیات کړي

رویټرز خبري اژانس د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حوالې راپور ورکړی، چې پوځ ته یې امر کړی؛ ترڅو پر حماس ډلې فشارونه زیات کړي.

حماس ډلې تر دې مخکې د یو بل لنډمهالي اوربند لپاره د اسراییل وړاندیز رد کړی و او پر ځای یې د ټولو اسراییلي یرغمل شویو د خلاصون په بدل کې د غزې د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې غوښتنه کړې وه.

نتنیاهو د شنبې په ماښام په یوه ټلویزیوني وینا کې دغه حکم ته اشاره وکړه او ویې ویل:« که څه هم جګړه درنه بیه لري؛ خو موږ بریا ته د رسېدو لپاره له جګړې پرته بله چاره نه لرو.»

نتنیاهو دغه څرګندونې په روم کې د امریکايي او ایراني چارواکو تر دویمې نامستقیمې ناستې وروسته کړې دي.

په دغه غونډه کې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د اټومي هوکړې لپاره به یو احتمالي چوکاټ جوړ کړي.

د خبرو منځګړي عمان ویلي، د خبرو اترو موخه یوې داسې هوکړې ته رسېدل وو چې له مخې به یې ایران په بشپړه توګه له اتومي وسلو پاک او د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د پراختیا حق به خوندي وي.

نتنیاهو په خپله ټلویزیوني وینا کې دغو خبرو اترو ته په اشارې سره د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره پر خپلې ژمنې یو وار بیا ټینګار وکړ.