پاکستان او طالبانو ګډې ژمنې کړي، چې خپلې خاورې د یو بل پر ضد نه کاروي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پر مهال له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی، چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې د یو بل پر ضد د ترهګرو ډلو مخه نېسي. پاکستان اندېښنه لري، چې ګوندې طالبانو «ټيټيپي» او د دوی ضد نورو وسلهوالو ته پناه ځایونه ورکړي.
اسحاق ډار کابل ته د یو ورځني سفر پر مهال د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنو کې د پاکستان پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې دي.
د پاکستان ډان ورځپانې خبر ورکړی، چې اسحاق ډار تر دغو ناستو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ که په دواړو هېوادونو کې د یو بل پر ضد ترهګریز فعالتیونه ترسره کېږي، نو هر لوری مسوولیت لري چې په خپله خاوره کې یې مخه ونېسي.
هغه وویل: «موږ له خپلو کوربنو وغوښتل، چې د سولې، پرمختګ او د سیمې د امنیت لپاره ګډ کار وکړو. نه موږ چا ته اجازه ورکوو، چې زموږ له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي او نه باید له افغانستانه د داسې فعالیتونو اجازه ورکړل شي.»
ډار زیاته کړه: «موږ په واضحه توګه هوکړه وکړه، چې هېڅ فرد یا ډله د دې حق نه لري چې د افغانستان یا پاکستان خاوره د امنیتي ګواښ یا ترهګرو بریدونو لپاره وکاروي؛ که دغه ډول پېښې رامنځته شي، دواړه هېوادونه به مسوول وي چې اقدام وکړي او مخه یې ونیسي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسحاق ډار په دغه سفر کې د امنیت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییزو پروژو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په تړاو خبرې شوې دي.
ډان ورځپاڼه لیکي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغو لیدنو کې د دې هوکړې یادونه هم کړې چې تر جون میاشتې پورې به د تعقیب او ټرانزیټ یو سېسټم فعال شي، چې د افغانستان د ترانزیتي توکو د انتقال بهیر چټکوي.
نوموړي همداراز وویل، چې د بیمې او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره نوې هوکړې شوې دي.
د افغان کډوالو په اړه ډار څرګنده کړه، چې پاکستان څلور مهم ټکي په پام کې نیولي دي. افغان کډوال باید له درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي، د بد چلند شکایتونو ته به رسېدنه کېږي، افغانانو ته د جایداد پېرلو هېڅ بندیز نه دی لګول شوی او هغوی کولای شي خپل مالونه انتقال کړي.
د راپور له مخې، طالبانو په دې لیدنه کې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له ډار یې وغوښتل، چې د جبري اېستلو لړۍ دې ودروي.
امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر وغوښتل، چې د افغان کډوالو د حقونو څخه سرغړونو ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
دواړو لورو همداراز د سیاسي اړیکو پراخېدو، د ویزو د ورکړې د بهیر چټکېدو، د کرنیزو محصولاتو د لېږد اسانتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د سیمهییزو لویو پروژو لکه د افغان ټرانز، کاسا-۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ د تعقیب پر اهمیت ټینګار وکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې ګډې کمېټې به د دغه موضوعاتو د تعقیب او حل لپاره جوړې شي.
ډار له کابل څخه تر وتو وړاندې وویل: «پاکستان او افغانستان د ورورۍ ژورې اړیکې لري، چې باید نورې هم پیاوړې شي. زموږ موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې د خلکو د ګډو ګټو لپاره همکاري وکړو.»
هغه د پاکستان له دولتي ټلویزیون (PTV) سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د وروستیو کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوې دي او دا کار واضح لاملونه لري؛ خو اوس وخت دی چې یو بل ته لاس ورکړل شي او همکاري بېرته پیل شي.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې په ښکاره د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې پر دیورنډ کرښه د نښتو، په افغانستان کې د «ټيټيپي» پناه ځایونو او په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو پر سر کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
پاکستان په وار وار ادعا کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاوره د یو شمېر وسلهوالو ډلو له لوري د دوی پر ضد کارول کېږي او طالبان یې مخه نه نیسي؛ خو پر کابل واکمنو د اسلام اباد دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.