له خیبر پښتونخوا تېره ورځ تر زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل شول

د خیبر پښتونخوا حکومت د رسمي شمېرو له مخې، یوازې (د وري په ۳۰مه نېټه) یې ۱۴۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دغو ۱۴۳۴ تنه کډوالو کې ۱۰۸۶ یې بې اسناده او ۳۴۸ تنه نور یې د اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال وو.

د پښتونخوا حکومت له‌خوا لېږل شوي معلومات ښیي، چې د کډوالو د جبري ستنولو لړۍ د دویم پړاو له پیل راهیسې تر دې دمه ۴۳۰۳۴ تنه چې ۲۵۱۴۲ یې د ACC کارت لرونکي او ۱۷۸۹۲ تنه یې بې اسناد افغان کډوال دي، د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د دغه ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې یې د تورخم او نورو لارو څخه شاوخوا ۵۱۴۹۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه ۱۷۵ تنه افغان بندیان چې د پاکستان په بندخونو کې وو؛ تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، دغه افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند کې ساتل شوي وو.

په همدې حال کې د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول ستنولو ته په اشارې سره ویلي، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.

یاد سازمان په نړۍوالې ټولنې، نا دولتي موسسو او طالبانو غږ کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو سره د خوندي سرپناه، بنسټیزو توکو او د عاید تولید په فرصتونو کې مرستې چمتو کړي.