د قزاق مرستیال لومړي وزیر سفر؛ قزاقستان له طالبانو سره سوداګریزې او سیاسي اړیکې پراخوي
سبا دوشنبه د قزاقستان د مرستیال لومړي وزیر او د ملي اقتصاد وزیر سېرېک ژومانګارین په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته راځي. په دغه درې ورځني سفر کې ټاکل شوې، چې ژومانګارین د طالبانو له چارواکو سره رسمي لیدنې ولري او په کابل کې به د قزاقي توکو یو نندارتون هم پرانیزي.
دا سفر داسې مهال کیږي، چې قزاقستان له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو پرېکړه کړې او روسیې هم تازه ورته ګام پورته کړی.
له مرستې د «همکاریو تر نوي فصله»
له سفر وړاندې، قزاقستان افغانستان ته ۲۲۰۰ ټُنه بشري مرسته واستوله، چې د غنمو اوړو، وریژو، سبزیو تېلو او کمپلو ترڅنګ د ژمي او اوړي لپاره اړین توکي پکې شامل دي. ټاکل شوې درمل کابل ته په یوه جلا الوتنه کې واستول شي.
قزاق چارواکو دا مرسته یوازې بشرپاله اقدام نه، بلکې د اوږدمهاله اقتصادي شراکت بنسټ بللی.
قزاقستان هڅه کوي چې افغانستان ته د غنمو او اوړو صادرات زیات کړي او په بدل کې د افغانستان مېوې، سبزیجات، وچه مېوه او نور خوراکي توکي وارد کړي.
هممهاله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز د قزاقستان او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا څېړنیزې ناستې کوربه و.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، سوداګرۍ اوسیمهییزو همکاریو د پراخېدو په هکله خبرې وشوې.
په دې ناسته کې په کابل کې د قزاقستان سفارت ډېپلوماټانو او د یاد هېواد د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس جکین توکوموف هم ګډون درلود.
نوموړي په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې قزاقستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پراخولو ته چمتو دی.
طالبانو په دې ناسته کې ویلي، چې له قزاقستان سره د ټرانزیټ او سیمهییز اتصال په برخه کې د پام وړ فرصتونه رامنځته شوي دي.
دوی دغه وضعیت د دوه اړخیزو اړیکو لپاره نوی فصل بللی دی.
د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ نیمايي پایلو له مخې، د افغانستان له لارې د قزاقستان د سړکونو ترانزیتي لېږد ۸ سلنه ډېر شوی، چې مجموعي حجم یې له ۵۰۰۰ ټنه څخه زیات و. تیر کال، دا شمېر تر ۱۰۰۰۰ ټنه زیات و.
قزاقستان غواړي چې افغانستان د شمال-جنوب اقتصادي دهلیز یوه مهمه کړۍ وګرځوي، چې د چین، قزاقستان، افغانستان، او بیا د پاکستان له بندرونو (کراچۍ او ګوادر) څخه منځني ختیځ او جنوبي اسیا ته د سوداګرۍ یوه لنډه لاره پرانیستل شي.
په تېره اکتوبر میاشت کې الماتا ښار د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیرنورالدین عزیزي او د قزاقستان د ملي اقتصاد وزیر سېرېک ژومانګارین په ګډون د «افغان-قزاق تجارتي مجمع» کوربه و. په دغه فورم کې د ۳۱۷،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳ قراردادونه لاسلیک شول او یوه د لارې نقشه هم وړاندې شوه چې د دوه اړخیز تجارت کچه باید تر درې میلیارده ډالرو ورسوي.
د کانونو او انرژۍ برخه کې پانګونه
طالبانو په دغه فورم کې د افغانستان کاني زیرمو ته اشاره وکړه، چې سره زر، لیتیم، مس، جست او مرمر پکې شامل دي. د طالبانو د کانونو مرستیال وویل، چې د هېواد امنیتي وضعیت اوس دومره ښه شوی چې پانګوالو ته زمینه برابره ده.
قزاقستاني چارواکو د ټاپي ګازو نللیکې پروژه کې د ګډون لیوالتیا هم ښودلې، چې له ترکمنستان نه تر هندوستان پورې د افغانستان له لارې تېرېږي.
قزاقستان چین-افغانستان-قزاقستان د ټرانزیټ له لارې د لا اغېزناکې سوداګرۍ لپاره دوه بدیلې طرحې وړاندې کړې دي، چې هدف یې د خالي کانټینرونو د بیرته ستنولو لګښت کمول دي.
همداراز، قزاقستان د «خورغوس» وچ بندر له لارې د افغان توکو لپاره د لوژستیکي مرکز د جوړېدو وړاندیز کړی.
دا تعاملات داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت لاهم نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د سیمې هېوادونو قزاقستان او روسیې او دغه راز ازبکستان له دې ډلې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.