د پي ټي اېم بلجیم او ډنمارک څانګې: پاکستان د افغان کډوالو سره د نړۍوال قانون خلاف چلند کوي

د بلجیم په بروکسل او د ډنمارک په اغوس کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) د بلجیم او ډنمارک څانګو له لورې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه کړي. لاریون کوونکو د افغان کډوالو سره د پاکستاني حکومت چلند د بشري قوانینو خلاف بللی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان دننه او په نوره نړۍ کې د پاکستاني حکومت له لورې د افغان کډوالو په جبري بېرته ستنولو ته د غبرګون په موخه لاریونونه اعلان کړي، چې نن په بلجیم او ډنمارک کې ترسره شول.

د دغه غورځنګ د بلجیم څانګې مشر وحید شېرزاد لاریون والو ته په خبرو کې وویل: « له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان ظالم او جابر ریاست له خوا د افغان کډوالو پر ضد یو بې‌ساری، غیرانساني او له قانون څخه سرغړونکې کمپاین روان دی.»

بل پلو په ډنمارک کې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر میرویس سالم وزیر دغه لاریون ته په خبرو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام ظالمانه وباله او له نړۍوالو یې وغوښتل، چې ددغه چارې د مخنیوي لپاره په پاکستان فشار زیات کړي.

سالم وزیر وویل: «په تېرو څو میاشتو کې زرګونه افغان کډوالو کورنۍ چې ښځې، ماشومان او زاړه پکې شامل دي له خپلو کورونو اېستل شوي، شتمنۍ یې چور شوي، او ان د هغو کسانو کورونه هم نړول شوي، چې د قانوني اسنادو له مخې هلته مېشت وو. موږ دا ظالمانه چلند په کلکو ټکو غندو. دا کړنې د کډوالو د نړۍوال کنوانسیون، د بشري حقونو نړۍوالو میثاقونو او هغه قوانين چې پاکستان لاسلیک پرې کړی، سرغړونه ده».

د لاریون نورو ویناوالو پخپلو خبرو کې د پاکستان په حکومت تور پورې کړ، چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا له قانوني بهیر پرته له کورونو اېستل کېږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پرېښودل کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریونونو کې د بلجیم او ډنمارک له حکومتونو، اروپايي اتحادیې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، د بشري حقونو له سازمانونو او له ټولو ازادو ملتونو غوښتنه وکړه، چې په پاکستان فشار زیات کړي چې د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ودروي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پیل کړي او پلان لري چې په پاکستان کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال را پدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ راونه ده.