سراج الدین حقاني له شاوخوا درې میاشتې ځنډ وروسته نن خپلې دندې ته ور ګرځیدلی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له شاوخوا درې میاشتني ځنډ وروسته نن په کورنیو چارو وزارت کې راڅرګند شوی. نوموړي د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ په غونډه کې ویلي:«موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یو.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن یکشنبه د سراج الدین حقاني په مشرۍ د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوې.

دا متحده عرب اماراتو ته د حقاني له سفر وروسته، لومړی ځل دی چې نوموړی د کورنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې راڅرګندیږي او انځورونه یې خپریږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سراج الدین حقاني د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت معینانو او رییسانو ته په وینا کې ویلي:« د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسوولیت لومړیتوب وګڼي، هغوی باید ډېر کوښښ وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي».

په ورته وخت کې یو شمېر طالب پلویانو پر ټولنیزو پاڼو د سراج الدین حقاني ځینې ویدیوګانې خپرې کړې، چې لیدل کیږي، هغه د کورنیو چارو په وزارت کې له مراجعینو سره ګوري.

د حقاني له اوږده غیابت سره هممهاله داسې رپوټونه ورکول کېدل، چې نوموړی د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر ځینو پرېکړو ناراضه دی.

سراج الدین حقاني د تېري میاشتې په لومړیو کې د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق په منځګړیتوب د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم لیدلي وو.

هغه مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکسپاڼه لیکلي و، چې د طالبانو لوړپوړو امنیتي چارواکو د دوی له مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د لېدنې پرمهال د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړ.

تمه کېده چې له یادې لیدنې وروسته به سملاسي سراج الدین حقاني بېرته د کورنیو چارو وزارت ته ور وګرځي، خو حقاني له یادې لیدنې څه باندې شل ورځې وروسته نن بېرته خپل دندې ته ستون شوی.