د ملاهبت الله طرح؛ د بستونو په تنقیص کې دې اجیرانو او ساتونکو ته ترجیح ورکړل شي
د طالبانو مشر ملا هبت الله له نظامي ارګانونو د شل سلنې تشکیل د تنقیص د حکم د تطبیق په طرح کې لیکلي، چې په دې تنقیص کې دې د اجیرانو او ساتونکو بستونو ته لومړیتوب ورکړل شي. مولوي هبت الله د بودجې کسر له امله د امنیتي ادارو ۲۰ سلنه کارکوونکي فعال احتیاط ته سوق کړي دي.
د ملا هبت الله له خوا ترتیب شوې د تنقیص طرحې په سریرزه کې لیکل شوي چې له زیاتو بحثونو وروسته یو لړ مهمو مصلحتونو ته په کتو ددې ډلې مشر ملا هبت الله د نظامي ارګانونو له سقف څخه د ۲۰ سلنه تشکیل د تنقیص حکم ورکړ.
د نابشپړ تشکیل په برخه کې درېیمه درجه کې هغه کسان ښودل شوي چې په غیر مسلکي بستونو کې مقرر دي.
په څلورمه درجه کې بیا د هغو ساحو د جزوتامونو بستونه شامل دي چې هلته امنیتي ستونزې نشته.
په طرح کې په پنځمه برخه کې بیا مشاورین، مرستیالان او کارپوهان ښودل شوي دي.
په دې طرح کې لیکل شوي چې د اکمال شوي تشکیل په برخه کې «بعدالفتح، همکاران، د شهیدانو وراثین، له یوې کورنۍ څخه زیات وروڼه، زیات عمر لرونکي، معذوران، ډېر بې سودان او غیر حاضران شامل دي».
په دې طرح کې د ورته وظیفوي استقاماتو لرونکو تشکیلاتو د ادغام او ترې د اضافي تشکیل د تنقیص لارښوونه شوې ده.
په حمایوي برخه کې ویل شوي، چې د مدیریتونو معاونیتونه باید تنقیص او د امرینونو څخه یو امر د معاونیت دنده هم پرمخ بوځي.
په طرح کې راغلي، چې کله پورتني موارد هم مطلوپ نتقیص پوره نه کړي نو بیا دې د هغو ساحو تشکیلاتو څخه چی امنیت هلته ښه دی او ډېر ضرورت نشته، «معینه فیصدي تشکیل هم کم شي».
په طرح کې همدراز ویل شوي چې له دې تشکیل څخه څوک تنقصیږي او کورونو ته رخصتیږي ، که «مجاهد وي، که همکار وي یا د شهید له ورثه وو څخه وي یا بعدالفتح وي، دوی ټولو ته باید له بدیل امتیاز څخه ۵ زره افغانۍ په کور ورکړل شي».
ددې طرحې له مخې که چېرې بیا په کومو برخو کې تشکیل اضافه کېږي نو بیا تنقیص شوي کسانو ته اولویت ورکړل شي.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه یې همداده چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې درول شوې دي او وخت ناوخته دولتي کارکوونکي د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.