روسیې له اوکراین سره بندیان تبادله کړل

د روسیې دفاع وزارت د مسکو او کییف ترمنځ د ۴۹۲جنګي بندیانو له تبادلې خبر ورکړی. د اې بي سي نیوز د راپور له مخې؛ دغه وزارت (د اپرېل په ۱۹مه) د شنبې په ورځ ویلي، چې مسکو ۲۴۶ اوکرایني بندیان خوشې کړي او کییف هم په ورته اقدام کې ۲۴۶روسي بندیان خوشې کړي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو دغه تبادله د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لویه تبادله ده.

راپور وايي، چې دغه چاره د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې وه.

د روسیې دفاع وزارت په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې ستایلې، چې د بندیانو د تبادلې په اسانتیا کې یې مهم رول لوبولی دی او د دغه هېواد له حکومت څخه یې د دوی د پام وړ بشري مرستو مننه کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د روسیې راخوشي شوي ټول پوځي پرسونل اوس‌مهال د بېلاروس په خاوره کې د روغتیایي پاملرنې تر څار لاندې دي.

دا په جګړه کې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله وه.