خالد حنفي وايي، ملایان د ټولنې تر ټولو ډېر باوري خلک دي
د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو چارو وزیر خالد حنفي ویلي، چې ملایان د ټولنې لپاره مسیر ټاکي او دوی افغانانو ته تر ټولو ډېر باوري خلک دي.
هغه دغه څرګندونې د ملاهبت الله د وروستیو فرمانونو د ښه پلي کېدو اړوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
حنفي همدا راز دیني عالمان او طالبان د ټولنې سرلاري بللي او لارښوونې یې د ټولنې د راتلونکي لپاره ارزښتمنې ګڼي.
هغه زیاتوي، چې عدل او انصاف د اسلامي نظام ځانګړنې دي.
د طالبانو دغه وزیر په خبره، اسلامي نظام د مسلمانانو په ګډون د غیر مسلمان وګړو ټول حقونه او اړتیاوې په پام کې نېسي.
خالد حنفي همدا راز ویلي، په خپلو چارو کې ناغېړي کوونکي کسان خدای تعالی په دوکه کوونکو کې شمېرې او پر هغه مسوولینو هم هلاکت ویل شوی چې خپلې دندې په سمه توګه پرمخ نه وړي.
د طالبانو دغه وزیر د خپلې سختدریځې مفکورې له امله مشهور دی او د خپل مشر ملاهبت الله لوري ورکړل شوي افراطي فرمانونه په خورا جدي توګه پلي کوي.
خالد حنفي په وار، وار د نجونو د زدهکړو اړوند د طالبانو د مشر له دریځ څخه ملاتړ کړی او په ویناوو کې یې «عصري زدهکړې مباح» بللې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارې هم د نوموړي په مشرۍ د امر بالمعروف د سختدریځه قانون پر پلي کېدو نیوکې کړې دي.
ویل شوي، چې په یاد قانون کې د ښځو حقونه، بشري ازادۍ، ټولنیز ارزښتونه او فردي ازادۍ په خورا سخته توګه تر پښو لاندې شوي دي.
طالبانو د خپلو دغو قوانینو د پلي کېدو له امله د هېواد په ګوډ، ګوډ کې د ټولنې بېلابېل قشرونه تر سختو فشارونو او شکنجو لاندې هم راوستي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو یاد قانون په افغانستان کې د خلکو ژوند تریخ او کړکېچن کړی دی.