د بهر مېشتو افغانانو جرګې له طالبانو وغوښتل چې د افغان کادرونو له وړتیاوو ګټه واخلي
د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې یو شمېر استازو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره نن په کابل کې وکتل. په دې کتنه کې د یادې جرګې غړو وویل چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د ځوانانو په ځانګړې توګه افغان کادرونو له وړتیاوو ګټه پورته شي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې د ګډونوالو په استازیتوب، نور حکیمیار د دغې جرګې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه جرګه له طالبانو، افغانانو او نړیوالو سره د خبرو، تفاهم او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.
حکیمیار همدا رنګه د یادې جرګې یو لړ ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې، خو باختر اژانس ددې جرګې غوښتنې او وړاندیزونه نه دي په ډاګه کړي.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د خپلې پر وینا پرمهال ویلي چې «د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې لټوي».
هغه ویلي:« د دې وخت دی چې ټول د دغه نظام په ساتنه کې خپل مسوولیت ترسره او ملاتړ یې وکړي.»
طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې ددې جرګې د اساسي غوښتنو، چې د نجونو پرمخ د تعلیمي مرکزونو پرانیستل او مېرمنو ته د کار اجازه ده، یادونه نه ده کړې.
افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو جرګې په لومړي سفر کې د جرګې غړو په خپلو ویناوو کې د نجونو د زدهکړو او په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د مېرمنو د ونډې موضوع مطرح کړې وه.
د یادې جرګې ځینو غړو ویلي و چې هغه وخت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او ځينو نورو طالب مسوولینو ورسره په ناستو کې منلې وه، چې دا مسایل به له خپل مشر سره شریکوي.