هندۍ ورځپاڼه: په افغانستان کې د سوریایي اسلامپالو حضور په سیمه کې د خطر زنګونه کړنګولي

د اېکانومیک ټایمز د راپور له مخې، د منځنۍ اسیا سوريایي اسلامپالي چې پخوا یې د سوریې په جګړه کې برخه اخیستې وه؛ په افغانستان کې د دوی تازه راڅرګندېدو د طالبانو، منځنۍ اسیا هېوادونو او هند ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه اسلامپالي د بدخشان، بغلان او هرات په ولایتونو کې ځای پر ځای شوي چې سیمه‌ییز امنیت ته ګواښ پېښوي او شونې ده چې منفي اغېزې یې تاجکستان، ازبکستان او هند ته هم وغځېږي.

سره له دې چې قرغزستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري؛ خو بیا هم د سخت دریځو د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښمن دی او د روان کال له پیله یې د کودتا دوه هڅې شنډې کړې دي.

همدا راز تاجکستان هم د داعش له ګواښونو سره مخ دی او دغې ډلې د یوې ویډیو په خپرولو سره د دوشنبې حکومت ته ګوت څنډه کړې ده.

بل خوا روسیې تېره ورځ طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه اېستلي؛ ترڅو په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمن شي.

د هند د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، داعش هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي؛ ترڅو د منځنۍ اسیا «سېکولر» رژیمونه او طالبان په نښه کړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ګواکې داعش د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ روزل کېږي.

د حزب التحریر ډله چې اوس د بنګله دېش په حکومتي جوړښت کې فعاله ده، په قرغزستان کې یې هم خپل نفوذ پراخ کړی دی.

ورځپاڼه وایي، چې هند له ازبکستان او تاجکستان سره د افغانستان په پوله کې پرمختګونه له نږدې څاري؛ ځکه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د راتګ په اړه اندېښنه لري، چې ښايي په سوریه کې د واک له بدلون او د حزب التحریر الشام له راپورته کېدو وروسته بېرته فعال شي.

اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله ویلي، چې ازبکستان او تاجکستان هم د سوریې له اسلامپالو سره د تړاو لرونکو سخت دریځو له زیاتېدونکي نفوذ څخه اندېښمن دي چې په منځنۍ اسیا کې د «سېکولر» حکومتونو د نسکورولو لپاره له افغانستان څخه فعالیت کوي.

په سوریه کې د اسلامپالو وروستیو بریاوو په منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه په ازبکستان او تاجکستان کې ډېری سخت دریځي یې د بریا لپاره هڅولي دي.

د یوه راپور له مخې چې د جنورۍ په میاشت کې خپور شو؛ سیف الدین تاجیبایف چې یو تاجکستانی وګړی دی، د سوریې د اسلامي پوځ لپاره منصوب شوی او ښایي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د «ترهګریزو فعالیتونو» په برخه کې یو مهم کس شي.

راپور زیاتوي، چې د سوریې د نوي حکومت د دفاع وزارت د عملیاتو څانګې لوی درستیز په توګه د تاجیبایف ټاکل کېدل د تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او افغانستان د سخت دریځو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.