د امریکا پوځ په صنعا کې د حوثيانو د وسلو په ډیپوګانو بریدونه کړي
امریکا د صنعا په ختیځ کې د ناقوم په غره کې د حوثي وسله والو د وسلو ډیپوګان په پنځو هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي.
د العربیه ټلویزیون د راپور له مخې، بریدونه په مستقیم ډول په دې ستراتیژیکه سیمه کې شوي، چې په دغه سیمه کې د حوثي وسله والو پوځي تجهیزات ځای پر ځای شوي وو.
په همدې حال کې حوثي وسله والو ته نږدې رسنیو اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه عطان سیمه کې هم امریکایي ځواکونو بریدونه کړي دي.
دغه سیمې له دې مخکې د سعودي په مشرۍ د اېتلاف بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.
په وروستیو اونیو کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا بریدونه زیات شوي دي.
واشنګټن دغو بریدونو ته په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې د سمندري تګ راتګ ازادۍ او سیمه ییز امنیت ته د ګواښونو د ځواب د یوې برخې په توګه ګوري.